تاند- د محمد حنیف اتمر له استعفا وروسته په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو.
د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري نن /شنبه/ وویل چې حمدالله محب د ملي امنیت سلاکار ټاکل شوی دی.
اتمر نن د ملي امنیت له سلاکارۍ څخه استعفا اعلان کړه. ده د حکومت له مشرتابه سره د سولې په پروسه، حکومتولۍ، ملي اجماع او یو شمېر نورو مسلو کې د نظر اختلاف د خپلې استعفا دلایل بللي دي.
خو ځینې راپورونه وايي چې اتمر د غزني پر سر استعفا کړې ده.
او دا هم ویل کېږي چې ولسمشر غني له څو نورو جګپوړو امنیتي چارواکو هم غوښتي چې استعفاوې وکړي.
ناتایید شوې راپورونه وايي چې د ملي امنیت له ريیس معصوم ستانکزي، دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک څخه هم د استعفا غوښتنې شوي دي.
ویل کېږي چې ولسمشر له دوی څخه په دې خاطر د استعفا غوښتنه کړې چې ولې یې د غزني د وضعیت په اړه ناسم راپور ورکړی و.
ممکن د ددی اشخلصو استعفا د سولی خبری ته سرعت وروبخښی،او دغو امنیتی پوستو باندی د بی طرفه اشخاصو راتل به د اعتماد فضا رامنځ ته کړی
حمدالله محب یو بااستعداده او وړ شخص دی او ددې دندې لپاره په ځای ګمارنه ده. امید دی چې ریس جمهور اوس د اتمر سره سره د ملی امنیت ریس، دفاع وزیر او داخله وزیر هم استعفا ته اړ کړي او په ځای یې د محب په څیر وړ کسان وګماري. ځکه چې دوی هیڅ لاسته راوړنه نلري او ددوی د بې کفایتۍ له امله هره ورځ ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کوي.
ھو!بیطرفہ پوہ او عالم خلک نہ د شہرت ، مال او منال او قدرت وزی تزی