شیراحمد نورزاد

زموږ په ټولنه کي ډیری داسي رسمونه او دودونه شته چې د شریعت او اسلامي کړنو خلاف عمل وي دا کړنې نه یوازي د شریعت خلاف وي بلکې ټولني ته هم زیان رسوي.

یو له دغو ناروا کړنو څخه په ودونو کي درانه ولورونه دي چي کورنۍ نشي کولای زیات ولورونه پوره کړي نوځوانان د ولور د پرې کولو لپاره نورو هیوادونو ته ځي هلته په کلونو کلونو مسافري کوي څو د خپل واده ولور پوره کړي.

د زیاتو او ملاماتونکو ولورونو له وجي ډیری ځوانان په بهرنيو مملکتونو کې یا ووژل شي او یا معیوب کور ته راشي .

د دې ترڅنګ بيځایه لګښتونه دي چې دواړو کورنیو ستونزې زېږوي.

بیوزلې او غریبې کورنۍ د دې توان نه لري چې په ودونو کې زیات لګښتونه وکړي نو مجبور دي چې خپلو زامنو ته واده ونه کړي او یا له بل چا څخه پيسې قرض کړي څو د واده مصرف پرې پوره کړي.

ځګه دغه اوس یو دود ګرځیدلی چي پخپلو ودونو کې زیات لګښت وکړي او د سیالۍ په شکل خپلو نورو دوستانو ته ځان کم ونه ښیي.

د ولورونو او لګښتونو ترڅنګ نور بیځایه رواجونه شته چي د اسلامي شریعت خلاف دي او هم د ټولنې په زیان دي.

د واده د پاره د ځینو مياشتو او يا ورځو غوره او نيکمرغه ګڼل او په ځینو وختونو کې بد کڼل .

ناوې نغري يا تنور ته بېول، په ناوې باندې ميخ ټکوهل (تر څو هغه په کور ميخ او ثابت قدمه وي ) .

د ناوې د پاره پخپل پلو پورې ګاڼۍ غوټه کول .

دا ټولې هغه عملونه دي چي د اسلامي شریعت خلاف دي

دغه کړنې د اسلام نه مخکې د جاهليت زمانې بودائي او زردشتې کړنې او بدعات دي چې ټول واجب ترک دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *