تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: افغان ځواکونو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ د طالبانو لوی برید شاته تمبولی او دغې ولسوالۍ د سقوط هڅه یې ناکامه کړې ده.

د بدخشان د ولایتي ادارې لخوا تاندته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو تېره شپه په وردوج ولسوالۍ لوی برید وکړ خو افغان ځواکونو دغه برید په فعال دفاعي حالت کې شاته تمبولی دی.

خبرپاڼه که څه هم دقیق معلومات نه ارایه کوي، خو وايي طالبانو ته یې د هغوی په خپل برید کې درانه تلفات اړولي دي.

طالبانو په داسې حال کې پر افغان اهدافو بریدونه زیات کړي دي چې تېره ورځ یې په یوه اعلامیه کې له امریکا څخه ګیله کړې ده چې خپل متحدین دې پر دوی له بریدونو څخه منع کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *