تاند- په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو یوه الوتکه، چې شپږ تنه پکې سپاره ول، په میدان وردک ولایت کې لوېدلې ده.
د راپورونو له مخې د نړیوالو ځواکونو دا الوتکه د وردک ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې غوځېدلې ده.
په افغانستان کې د ایساف د رسنیو څانګې پېښه تایید کړه خو د هغې په اړه یې د نورو جزییاتو په باب لا څه نه دي ویلي.
د وردک ولایت د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي تایید کړه چې په دایمیرداد کې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه لوېدلې ده خو نوموړي په دې پېښه کې د مرګ ژوبلو او یا د الوتکې د لوېدو د علت په اړه معلومات نه لرل.
ښاغلي خوګیاڼي د پېښې د شاهدانو په قول وویل چې د الوتکې ځینې سپرلۍ د پراشوت په وسیله له الوتکې روغ رمټ کښته شوي دي.
تراوسه څرګنده نه ده چې دا څرنګه الوتکه وه او د کوم هیواد وه.
د کندهار چارواکي وايي ۷۶ ماینونه یې نیولي
په کندهار کې چارواکي وايي چې امینتي ځواکونو د دې ولایت په ۴ ولسوالیو کې د تلاشیو په ترڅ کې ۷۶ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم دا پرسونل ضد ماینونه په میوند، پنجوايي، ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې موندل شوي دي.
په هلمند کې د ۱۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا
په هلمند کې امنیتي ځواکونه وايي چې په دوو جلا عملیاتو کې یې د دولت یوولس وسله وال مخالفان وژلي دي.
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم د نادعلي ولسوالۍ په شمال کې پرون مازدیګر ۳ وسله وال مخالفان هغه مهال ووزل شول چې غوښتل یې ماین ښخ کړي خو خپل ماین پرې وچاودېده.
د هلمند د چارواکو په ادعا دوهمه پېښه په نهر سراج ولسوالي کې وشوه.