تاند- د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې په یوه ورځ لېونو سپو ۱۴ تنه ماشومان، ښځې او لویان داړلي دي.

د میدان وردک د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، په داړل شویو کسانو کې درې مېرمنې او ۹ ماشومان دي او د ۶ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

ده وویل، دا کسان پرون ناوخته د سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د سپو له لوري وداړل شول.

خوږیاڼي وویل چې د داړل شویو کسانو له منځه شپږ تنه، چې وضعیت یې ښه نه و، د درملنې لپاره کابل ته استول شوي دي.

په همدې حال کې د میدان وردک ولایت د عامې روغتیا رييس ډاکتر غلام فاروق مخلص وردک وايي چې داړل شویو کسانو ته یې د لېوني سپي ضد واکسین ورکړي دي.

ده دا هم وویل چې سیمې ته یې د څېړنې لپاره یو پلاوی استولی څو معلومه کړي چې دا کسان کوم ډول سپو داړلي دي.

1د ډاکتر مخلص وردک له څرګندونو داسي ښکاري چې لا هم په دقیق ډول څرګنده نه ده چې دا کسان د لېونو او که عادي سپو له لوري داړل شوي دي.

خو د میدان وردک د والي ویاند ښاغلی خوږیاڼی وايي چې څه موده وړاندې هم په نرخ ولسوالۍ کې په لسګونو کسان د لېونو سپو له لوري داړل شوي ول.

2 thoughts on “په وردک ولایت کې لېونو سپو ۱۴ تنه ماشومان، ښځې او لویان داړلي”
  1. دا خو ډیره زیاته بده پیښه شوی ده که دا پیښه د چک ولسوالی د شیخ یاسین کلی کی شوی وای څه به مو کول ځکه د شیخ یاسین د کلی د کلنیک داکتر چهار شنبه کور ته تللی او تر دوشنبی نه راځی پوری نه راځی او بیا خپله دنده یوه ناپوهه نرس ته سپاری دا د دغی ډاکتر د هری هفتی کار دی چی چهارشنبه کور ته ځی او بیا تر دوشنبی نه راځی د کلنیک مسولین هم څه نه ورته وایی د کلی اوسیدونکی خو هسی غریب خلک دی څوک یی اواز نه اوری خدای د ورته هدایت وکړی تاسو ووایی چی امین

  2. ګرانو لوستونکو
    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    په ريښتیا هم یوه خطرناک دښمن دی چې د توقع او هیلې خلاف د ټولنې په هرکس حمله کوي او ناروغي یې خورا بده او انسانانو ته زیاته زیان رسوونکې ده. پدې اړه د عامې روغتیا او وردګو ولایت له درنو چارواکیو دا لاندې غوښتنی لرم:
    • د داړل شویو کسانو لپاره دې سملاسي طبي مرسته برابره کړل شي.
    • د تنګي او نژدې نورو سیمو خلکو ته دې د لیونیو سپیو په اړه او له هغوي څخه د خلاصون لارې چارې وروښودل شي.
    • د تنګي د درې د نورو درنو اوسيدونکو د ژغورنې لپاره دې په چټک ډول د لیونیو سپیو د له منځه وړلو عملي اقدامات پیل شي.
    • د وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست او په یاد ولایت کې شته د خیر او ښېګنې ادارې دې په دغه شان حالاتو کې خپل دنده په ښکل او مناسب شکل ترسره کړي.
    • که د درملو او لوازمو لپاره مناسبه بودجه نه وي، د وردګو ولایت له مخورو او مشرانو سره دې اړیکه ونیول شي، چې د اړوندې چارې د سمون لپاره ژر تر ژره لاره هواره شي.
    • د ټولو ټیمونو د ژغورنې لپاره باید د وردګو ولایت امنیتي ځواکونه د امنیت د چارو مسووليت په غاړه واخلي.
    • ښاغلی والي صاحب باید دغې موضوع کاري لومړیتوب ورکړي تر څو د نورو پېښو مخنیوی وشي.
    د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي درې څخه پرته دې دغې سیمې ته نږدې نور کلي او سیمې هم د جدي څار لاندې شي چې د نورو پېښو مخنیوی وشي. ځکه د وردګو ولایت د سیدآباد د ولسوالۍ دغه دره یو خورا سترایتژیک جغرافیایې موقعیت لري چې له یوې خوا د شنیز له درې، له بلې خوا له شیخ آباد، له بلې خوا له لوګر او په پای کې د اونخي له دره سره هم نږدې پرته ده.
    د وردګو د ولایت د درنو خلکو مې هیله داده چې که دولتي مرسته او پاملرنه کاواکه او پڅه وي نو دوی باید خپله دنده او مسوولیت ته شا نکړي او په همدې لاره کې د وردګو ولایت او ټولو افغانو ځوانانو ملاتړ او هحلې ځلې تیارې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *