وردک ولایت

۱۳۹۲/۱۱/۲۴

په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د دوه مېرمنو په ګډون څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او نرخ ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی،یو ملي پولیس ټپي شوی او همدا راز د سړک ترغاړې د ماین چاودنې دوه میرمنې ټپیان کړي دي .

د نرخ ولسوالۍ په بادام کلي تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی دی،همدا راز په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو په ډزو کې یو د ملي پولیسو یو سرتېری هم ټپي شوی دی .

په ورته وخت کې د کابل ـ بامیانو په لویه لاره د میدان ښار اړوند د تورخیلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا د سړک ترغاړي د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې،چې د ملکي وګړو په یو سراچه ډوله موټر رامنځته شوه،دوه میرمنې ټپیانې شوې،چې د درملنې په موخه د دغه ولایت مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي .

د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو تېره شپه د مرکز میدان ښار د ملا کاکا او  مامکۍ په سیمه کې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې شپږ فیره د مزائیل مرمۍ او یو شمېر نور مهمات ترلاسه کړي دي .

په دغه ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ته کوم زیان ندی اوښتی او همدا راز د یادو مهماتو په تور هم څوک ندی نیول شوی .

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *