تاند- په میدان وردک ولایت کې نن /چهارشنبه/ د نجونو د یوه ښوونځي لږترلږه ۶۴ زده کوونکې مسمومې شوې.

د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبیر حقمل وویل چې دا پېښه د میدان وردک په بهسودو ولسوالۍ کې شوې ده.

حقمل وايي چې زده کوونکې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي او د اکثرو روغتیايي وضعیت د اندېښنې نه دی.

د حقمل په وینا د مسمومیت له کبله ورته نښې د نورو ښوونځیو په مسموم شویو زده کوونکو کې هم لیدل شوي دي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ په فراه کې په دوو ښوونځیو کې په لسګونو زده کوونکې مسمومې شوې.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې په دې ډول پېښو کې څوک لاس لري. خو ویل کېږي چې د دولت وسله وال مخالفان په ښوونځیو کې یو ډول پوډر شیندي څو نجونې ښوونځیو ته لاړې نه شي. تراوسه پوري په دې تړاو څوک نیول شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *