د نږدې اته دېرش میلیونه افغانیو په مالي لګښت د سلام مخابراتي شرکت درې انتنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسودو او حصه اول بهسودو ولسوالیو کې د نږدې اته دېرش میلیونه افغانیو په مالي لګښت د سلام مخابراتي شبکې درې انتنونه تر جوړېدو وروسته نن ( دوشنبه) ګټې اخیستنې وسپارل شوې .
د سلام مخابراتي شبکې د یاد درې انتونو په لګیدو سره د بهسودو په مرکزي او حصه اول بهسودو ولسوالیو کې دغه مخابراتي شبکې خبل فعالیت په رسمي ډول پیل کړ.
د یادو انتونو په لګیدو سره په میدان وردګو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۰ سایډونه فعاله شول،چې په ترڅ کې ترې ۷۰۰ زرو څخه زیات وګړې،ګټه اخیستلای شي .
همدا راز د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسؤلینو ژمنه کړې،چې په دغه ولایت کې به د سلام مخابراتي شبکې پنځه نور انتنونه هم په بېلابېلو سیمو کې ولګوي،چې په ترڅ کې به یاد مخابراتي شبکه دغه ولایت په بشپړ ډول تر خپل پوښښ لاندې ونیسي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس ته لارښوونه وکړه،چې له اړونده مرکزي ادارې سره خبرې اتري وکړي،ترڅو د پنځو نورو انتونو په لګولو سره په دغه ولایت کې خپل پوښښ په بشپړ ډول پیل کړي .
هغه د سلام مخابراتي شبکې د فعالیت ستاینه وکړه،چې د اړیکو نیولو تر څنګ یې د غوره انټرنیټي خدمتونو په وړاندې کولو سره د دغه ولایت اولسونه خوښ ساتلي دي .
د یادونې وړده،اوس مهال په میدان وردګو ولایت کې د سلام ترڅنګ افغان ټیلي کام،افغان بیسم،روشن،اریبا او اتصالات مخابراتي شبکې فعالیت کوي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند