عزت الله حسن خیل
شاوخوا دری کاله وړاندې ولسمشرحامدکرزي د شخصي امنیتي کمپنیو د لغوه کولو پریکړه وکړه ځکه چې دغوکمپینوپه ناامنیوکې لاس درلود او له بلې خوا یې د ولسي خلکوسره ناوړه سلوک کاوه که څه هم دغه کار وخت ونیو خوبیاهم دغه لړۍ تیرکال عملي بڼه غوره او د کورنیو چارو وزارت په چوکات کې دعامه امن اونظم ریاست د بهرنیوځواکونو د اکمالاتي کاروانونو د امنیت تامین په غاړه واخیست او د وردګو ولایت په ډیروناامنه سیموکې د ملي اردو د ځواکونو پرځای دعامه امن او نظم پولیس ځای پرځای شول لکه څرنګه چې هغه مهال د مني موسم وو ناامنۍ هم مخ په کمیدو وې دغه پولیس ترډېره بریده ترخپلو ځایونو پورې محدود وو.
خو د ژمي د ختمیدوسره سم دغوپولیسو د وسلوالودبریدونو ترمخه د ولسي خلکو سره ناوړه سولوک ته مخه کړه په لویو لارو د اویاوو او اتیاکلنو سپین ږیرتلاشي ، ځوانانو ته بد رد لکه خر ،بیعقل او حتی حرامې کلمې استعمالول ،په روغتونوکې بیځایه تلاشي او د ناروغه میرمنو بسترونو ته ورتګ ولسي خلک بې له موجبه وهل اوټکول ،دخلکوکورونو ته ددروازې له ټکولو پرته ورتګ او له کورونو د عامه وګړو را ایستل ،په هرچادوسلوالوګمان او دهغوی رټل ،اوبالاخره دوسلوالو له حملواوبریدونو وروسته ټولو وردګو ته ښکنځل کول هغه څه دي چې په دغه ولایت کې به د حکومت پروړاندې د وسلوال مخالفت کچه لوړه او خلک به نورهم د حکومت له کړنو بیزاره کړي
تیره ورځ یوکس چې د دغه پورتنیو ستونزونه یوه ستونزه تېره کړې وویل چی دغرمې دوولس بجې وې د خپلواولادونو سره د غرمې په ډوډی ناست وم چې ناببره یوپولیس زمونږ کوټې ته راننوت داولادونو او میرمنو په ستوني کې له وېرې ډوډۍ ونښته ماګمان وکړ چې امکان لري زمونږ کورته وسلوال راغلي وي خو هغسې نه پولیس چې د ټوپک خوله یې زمونږ په لورنیولې وه په ډېره تنده لهجه راته وویل چې تېره شپه دې خواته پرموټرسایکلونو سپاره وسلوال راغلل ووایه څه شول؟ ماورته وویل چې تاسولیدلي دي ولې موهمغه وخت اقدام نه کاوه مونږخونه وسلوال یو اونه هم پولیس چې دشپې لخوا په خپلوکورونو پیره وکړو .
همدې ته ورته په لسګونونورې ستونزې شته چې د سیدآباد ولسوالۍ اوسیدونکي ورسره لاس اوګریوان دی تاسو باوروکړی که په دغه سیمه کې یوه سروې ترسره شي نوډاډه اوسۍ چې په سلو کې به اتیآسلنه خلک د ژوند له چارومایوسه او له داډول شرایطو څخه به په مرګ خوشحاله وي په دا ډول شرایطوکې ترډیره بریده بې وسه او بې وزله خلک ژوند کوي اوددوحکومتونوترسیوري (طالبان ،اوحکومت) لاندې ژوندکوي خلک وایي چې حکومتي چارواکي پولیس د ټولنې خدمتګاردهیواد او دخلکو له ناموسونوڅخه ددفاع مسولین ګني نو ایا دټولنې خدمتګاراو د خلکو له ناموسونو څخه ددفاع لارویوان داډول وي چې په ناروغ حالت کې چې ډیرځله ناروغه میرمنې په بې سطره ډول دروغتونونو په بسترونوکې پرتې د پولیسولخوا د خبره پرته ولټول شي ،اویاله کوم جرم پرته خلک د بیعقل ،خراو حرامي کلمات وزغمي ډېره ستونزمنه ده .
ددې ولسوالۍ اوسیدونکوته خوپه ولایت کې هم ډېرځله وخت نه ورکول کیږي چې خپلې ستونزې له ولایتي چارواکوسره شریکې کړي ځکه دولایت والي په ولایتي خوب ویده دی اویوازې له څوکابل میشتوسرمایه لرونکوسره اړیکې لري اوفکرکوي چې همدغه څوتنه دوردګو استازیتوب کولای شي .
ددغه سیموخلک له والي نه غواړي چې نورژمنۍ خوب پای ته ورسوي او لږراویښ شي سیمې ته دراشي او دخلکوستونزې د له نژدي وګوري او که د راتګ نه ډاریږي بیا د له دندې استعفاوکړي ترڅودخلکو له ستونزوخبروالي دغه ولایت ته وټاکل شي .
او که داسې نه کیږي نودکورنیوچارووزارت دد خداي دپاره دپولیسو په سمولوکې کوټلي ګامونه پورته کړي ددغه پولیسو په پوهنه اوروزنه کې د سره کتنه وکړي ځکه له ملکي خلکونه دوسلوالو غچ اخیستل داسلامي او بشري حقوقونه په ټکرکې دي دغه خلک به ځاني ،مالي تلفات اوهرقسم ربړونې اوستونزې تېرې کړي خوراتلونکی دنیوي او اخروي مسولیت به ستاسو په غاړه وي .