د میدان وردک اوسېدونکي وايي چې د شنبې په سهار په دغه ولایت کې وسله والو داعشیانو د طالبانو پر قوماندانانو برید وکړ.
په دغو عملیاتو کې، چې د وردګ په اونخي سیمه کې وشول، د سیمې د اوسیدونکو په وینا د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان ډاکتر میرویس او حمید وژل شوي دي.
خو ځیني نور د طالبانو د قوماندانانو وژنه مرموزه بولي.
د سیمې اوسیدونکي وايي چې په وردګو کې د داعش دا ډول وژنو د طالبانو په لیکو کې ګډوډي رامنځته کړې ده او په سیمه کې یې د لا زیاتو ګډوډیو او نا امنیو نښنې را څرګندې کړې دي.
د طالبانو ډلې تر دې دمه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا په وردګ ولایت کې د طالبانو پر خلاف د داعش لومړني عملیات بلل شوي دي.