اورنګ مختار-

د ځوانانو ترمنځ د استعدادونو د غوړیدا او لیکوالۍ د هنر د ځواکمنتیا په موخه  د مقاله لیکنې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا په لاره اچول شوې وې موخه يې په ځوانانو کې د فکري استعداد او ادبي وړتیاوو غوړیدل او د بیلابیلو ښوونځیو،دارالمعلمین او انستیتونو د زده کوونکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول ؤ.

په دې سیالیو کې د مرکز میدانښار د اول بابا عالي لیسې، د حامدکرزي عالي لیسې، تخنیکوم او مرکز میدانښار د عالي دارالمعلمین او یو شمیر انستیتونو او لیسو  زده کوونکو او زده کړیالانو ګډون درلود.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ مختار د قلم او کتاب د مطالعې او لیکوالۍ د هنر  د ارزښت په اړه خبرې وکړې، نوموړي وویل : ځوان لیکوالان کولای شي د قلم او مقالې لیکنو په ذریعه خپل فکر تر نورو ورسوي او د ټولنې په اصلاح کې مرسته وکړي.

مختار وویل ترڅو چې قلم د ټوپک ځای ونه نیسي له ستونزو نشو وتلای.

هغه له ځوانو لیکوالانو وغوښتل چې لیوالۍ ته دوام ورکړي او د سیمې او هېواد اړوند ټولو ناخوالو ته د قلم په وسیله انعکاس ورکړي.

په یادو سیالیو کې شاوخوا اویا تنو  ځوانانو او تنکیو ځلمکو ګډون درلود چې  ۳ تنو لومړیو ګتونکو ته مبایل ټلفونه  ۷ تنو ته قلمونه، کتابچې او  نورې ډالۍ او ستاینلیکونه  د هغوی دتشویق په موخه ورکړل شول.د غونډې لومړي ګټونکي ۱۷ کلن  مصطفی حیاتزي وویل چې دغه سیالۍ يې د ژوند یوه مهمه خاطره ده چې هیڅکله به یی هیره نکړي ، نوموړي وویل دا ډول سیالۍ ځوانان تشویقوي ترڅو  په نورو ټولنیزو برخو کې هم خپل فعالیت څرګند کړي او د ټولنې دخدمت مصدر وګرځي.

عزت الله  چې د سیالیو دویم  مقام یی خپل کړی ؤ  وویل  که دا ډول سیالیو ته دوام ورکړل شي له یوی خوابه ځوانان په فکري لحاظ دیره وده وکړی له بله پلوه کیدای شی د ټولنې د فرهنګي او ادبي پرمختګ له امله هیواد له موجوده ناخوالو وژغورل شي او سولې ته لاره هواره شي.

دغونډې دریم ګټونکي حکمت الله  د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست مننه وکړه چې د ځوانانو د علمي او فرهنګي ودې په موخه يې په حساسو شرایطو کې چې یو شمیر ځوانان له هیواد څخه د تیښتې په حال کې دي د ځوانانو د همغږۍ او پرمختګ په موخه سیالۍ په لاره اچوي.

حکمت الله وویل: د دا ډول سیالیو دوام به هغه ځوانان هم را وهڅوي چې یو بل یې ورک کړي او د  وخت د ناسمو حالاتو له امله يې مورال ته صدمه اوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *