د میدان وردګو سلګونو ځوانانو او مشرانو په یاد ولایت کې د ګوګل پښتو ژباړن کیبورد په زیاتیدا خوښی وښوده او دا يې د پښتنو په علمي او فرهنګي بډاینه او له نړۍ سره د پښتون قوم د اړیکو په زیاتیدا کې مهم وبلل.
په هغه غونډه کې چې د وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د کب یاحوت په پنځمه نېټه د دې ادارې دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه سلګونو ځوانانو د ګوګل جال په پاڼه کې د پښتو ژبې د ژباړې زیاتیدل وستایل او دا ګام يې د افغان ولس په ژوند کې د یو مهم ګام پورته کولو او ېژور بدلون رامنځته کیدا په توګه یاد کړ.
د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد اورنګ مختار غونډې ته پرانستونکې وینا وکړه او له ځوانانو يې وغوښتل چې په ګوګل کې د پښتو ژباړې د زیاتیدا له چانس علمي او فرهنګي ګټه پورته کړي نوموړي وویل د ګوګل په دې نوښت اوس زموږځوانان خپل غږ د نړۍ تر ټولو رسولی شی او همداراز د نړیوالو له علمي لاسته راوړنو څخه د ګوګل ژباړې پرمټ ګټه پورته کولای شي.
مختار وویل: پښتون قوم د نړۍ پرمخ یو غښتلی قوم دی چې د تورې په ډګر کې يې له هرچا وړاندې ګام پورته کړی ، خو د نړۍ ځينې هیوادونو تل هڅه کړې ده چې پښتون قوم له علم ،معلوماتي ټکنالوژۍ او د نړیوالو له علمي پرمختګونو لیرې وساتي.
د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل : د ګوګل په دې نوښت سره به پښتون قوم نور هم د علم خواته مخه کړي او نړۍ ته به په ګوګل ژباړن خپل علمي تجارب ور وښيي، هغه همداراز وویل: (( موږ اوس کولای شو د نړۍ فرد فرد زموږ له ستونزو خبر کړو او ورته ووایو چې افغانان علم خوښوونکي اوسوله غوښتونکي خلک دي او پر افغان ولس تپل شوې جګړه د نړۍ د استخباراتو او ګاونډیو هیوادونو کار دی.))
همداراز په یاده غونډه مدني فعال الحاج محمد اسحق دقیق خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې له ګوګل مننه وکړه چې پښتو يې د مترقي او علمي ژبو په لیکه کې شامله کړه.
ښاغلي دقیق وویل پښتون قوم ته په پښتونولۍ متعصب ویل کیږي، دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هر وګړی چې خپلې ژبې او فرهنګ ته خدمت کوي ستایل کیږي خو د پښتون په اړه دا نظریه د نورې نړۍ پرخلاف معکوسه ده.
د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې ټولو ګډونوالو پخپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې دوی به د ګوګل له دې نوښت څخه په استفاده کولو سره د علم په پراختیا او د سولې د ټينګښت په برخه کې مرسته کوي.