د  وردګو ولايت مرکز ميدانښار سره  له دې چې نن د دوو کوچنيوچاودنو شاهد و او دوو تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ شاهد و، خو بيا هم په دې ولايت کې کلتوري، ټولنيزې ، سياسي او ادارې غونډې په درز روانې وې، په هغه غونډه کې چې د زمري يا اسد په ١٩ مه د اطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې جوړه شوې وه، پکې د ولايتي ادارو يوشمېر رييسانو، د ولايتي شورا غړيو،مدني فعالانو ، ديني عالمانو، د پوهنتون محصلانو او سلګونو مدني فعالانو ګډون درلود. دغونډې لومړۍ برخه د وردګو د يو تن تکړه ليکوال او ديني عالم مولوي عبدالسليم جمالزي د تازه چاپ شوي کتاب ( دحج لارښود) کتاب پرانستغونډې ته ځانګړې شوې وه، چې په اړه يې د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار، ليکوال او ژورنالېست عبدالله الهام جمالزي، د ميدان وردګو د ولايت مطبوعاتي مسئول عطاوالله خوګياڼي او ګڼو نورو مشرانو او مدني فعالانو خبرې وکړې او د حج لارښود کتاب يې ستره ديني اوکلتوري لاسته راوړنه وبلله. د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار دغه تازه چاپ شوى کتاب د اسلام د پنځم رکن (حج) د سمې اداينې لپاره غوره لارښود وباله او له ملي پانګوال حاجي خان وردګ څخه يې مننه وکړه چې د دې کتاب چاپ ته يې اوږه ورکړې ده.

ورپسې د دې کتاب د ليکوال د کورنۍ په استازولۍ عبدالله الهام جمالزي وينا وکړه او ويې وېل چې ياد کتاب يې د نويوزياتونو او سمونو په پام کې نيولو سره په روانه او علمي پښتوژبه چاپ کړى دى، نوموړى ووېل ياد کتاب د لومړي ځل لپاره له نن څخه ٣٧ کاله وړاندې  په پېښور کې چاپ شوى، چې له هغې وروسته د اړتيا او تود بازار له کبله په خپلسري توګه ٩ نهه ځله چاپ شوى دى، چې وروستى ( لسم) چاپ يې په  روانه پښتو دى او هرڅوک پرې پوهېدلى شي، جمالزي د وردګو د اطلاعاتو اوفرهنګ له رياست څخه مننه وکړه چې په سختو او نا امنه شرايطو کې دا ډول غونډه جوړه کړې او داسلامي او ملي فرهنګ د ترويج لپاره يې خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي، د ولايت مطبوعاتي مسئول عطاوالله خوګياڼي د حج لارښود کتاب چاپول د ميدان وردګو د ديني فرهنګ د پياوړتيا بېلګه وبلله او ويې وېل چې ليکوالان د دې حق لري چې لا ډېر وستايل شي، همداراز د غونډې په بهير کې د ولايتي شورا ځينو غړيو، اداري رئيسانو ، مدني فعالانو اوديني عالمانو هريو پخپل وار سره ددې کتاب په ارزښت ويناوې وکړې، دغونډې دويمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې ځينو شاعرانو ته يې د ښه ترنم له امله د ولايتي شورا د استازي حاجي عبدالوحيد اکبرزوى لخوا نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې، د غونډې په وروستۍ برخه کې هغو مدني فعالانو او ليکوالو لپاره د ولايت د مقام او اطلاعاتو اوفرهنګ رياست لخوا ستاينليکونه ورکړل شول چې په ستونزمنو شرايطو کې يې په ميدان وردګو ولايت کې خپلې علمي او کلتوري چارې تودې ساتلي دي او د ځوانانو د ظرفيت لوړولو او ټولنې د اصلاح په موخه يې قلم چلولى دى.

د يادونې ده چې د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار ته هم دده د ادبي هڅو اوښو لاسته راوړنو له امله  د ولايت د مقام له خوا ستاينليک ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *