د میدان وردګو سلګونو شاعرانو او ادیبانو د دې ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست په تالار کې چې شاوخوا سیمه يې په سپینوګلانو پوښل شوو ونولاښکلې کړې وه مستې پسرلنۍ ترانې او مینه ناک غزلونه واورول.
هغه سیمه چې ډېری وختونه ترې د جګړې او ویرې خبرونه خپریږي په دې ورځ د ښکلو غزلونو په انګازو او د خوږ ژبو شاعرانو په ترنم چې هر یو بیت يې په چکچکو بدرګه کیدو د پسرلنۍ مشاعرې شاهده وه.
یادې مشاعرې ته لومړی د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ مختار وینا وکړه او د سولې او یو والي په راوستو کې يې د شاعرانو پر مسولیت او مشاعرې په ارزښت خبرې وکړې، شاعرانو هم هر یو پخپل وار سره بې اتفاقي او جګړه وغندله او په مسکاییزو ولولو يې د پسرلي د ګلانو او ترقۍ هرکلی وکړ.
له دې وړاندې هم په میدان وردګو ولایت کې د خویندو له خوا چې کلیوالو ښځینه شاعرانو پکې ګډون کړی و پسرلنۍ مشاعره ترسره کړې وه.
میدان وردګ ولایت چې د هېواد په کچه خوارا لایق او وتلي شاعران لري د تیرو څوکلونو راهیسې د جګړې په اور کې سوځي خو اوس پکې د نورو شاعرانو ترڅنګ ګڼو تنکیو ځوانانو شاعرۍ ته مخه کړې چې د اکثرو شاعرانو په شعرونو کې له جګړې کرکه ښودل کیږي.
دغه ولایت د ( مڼې ګل) په نوم دودیزه کلنۍ مشاعره هم لري چې هرکال د غويي( ثور) په میاشت کې د مڼو د ګل د سپړلو پر مهال لمانځل کیږي او د سیمې او هېواد په کچه وتلي شاعران پکې ګډون کوي .