لیکنه: حامد حقمل
په لومړیو کې باید ووایم هغه بوټي چې د انسان د وجود له پاره درملنه او یا هم د روغتیا سبب کېږي هغه ته موږ طبي بوټي ویلی شو.
طبي بوټي هغه شمېر نباتات دي چې په بېلا بېلا بڼو یې د خپلې روغتیا لپاره کاروو له هغوي څخه درمل جوړو.
یا هم د بدن د پیاوړتیا لپاره ورڅخه کار اخلو موږ هغه نباتاتو ته طبي بوټي ویلی شو.
انسان ډير پخوا په دې پوه شوی وو، چې یو شمېر بوټي د ناورغیو پر وخت حجیرانوونکې درمل ګڼل کېږي چې د اوږدو تجربو په لړ کې ګټور ثابت شوي دي؛ او یو شمېر یې د ودې او پیاوړتیا کېدو سبب ګرځي.
انسانانو دغه ډول بوټي د خپلې تجربې له مخې طبي بوټي بللي دي. د یادونې وړ ده چې اوس هم موږم په یویشتمه پیړۍ کې ژوند کوو یو زیات شمیر خلک ځکه د روغتیا د تر لاسه کولو په خاطر طبي بوټو ته مخ اړوني. چې دا ډول جانبي ناوړه اغیزې نه لري، له بل پلوه انسانانو له پاره د حساسیت لامل نه کېږي او له تقلب او جعل څخه هم پاک وي په دې ډول سره ګورو چې په طبي بوټو کې پورتنۍ نیمګړتیاوې یوه هم نشته .
طبي بوټي کې ځينې یې واښه ډوله دي چې یا یې له رېښو یا یې له پاڼو یا یې هم له ډنډر او یا هم له تخم څخه استفاده کېږي.
د اګرانومي د علولومو نامتو عالم واویلوف ثابته کړه چې د اکثرو نباتاتو ټاټوبی اوسنی افغانستان دی په دې کې یو هم طبي بوټي دي چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې شته!
نو زه هم د وردګو ولایت هغه فرهنګي بوټي درته معرفي کړم، کوم چې زموږ په سیمه کې له پخوا څخه زموږ مشرانو ترې د روغتیا په برخه کې استفاده کوله؛ او او دغه دود تر اوسه پورې دوام لري.
دغه بوټي له لاندې ډول دي لکه : بادیان، ترخه ، خاکشیر، سپیغول، مستوره ، سپېلنی، بدروا، وېنلی، سپرکۍ، نعنا، خوږکۍ ، خسا وژه ، خرمېړی، ګل بخورک، زوېل، ازببوټه، د ګلی ګلاف ګل پاڼې،کارکوټی او یارلنګ… چې هر یو به یې په خپل وارسره درته معرفي کړم.
۱ ـ بادیان: د بادیانو ونه هغه بوټي دی چې تر ډیره د اوړي په موسم کې وي او محدود وخت پورې دوام کوي د دوی وخت له له درېیو تر پنځو میاشتو دوام کوي، تر ډيره دغه ونه په کورونو کې د ګل دانیو کې اېښودل کېږي او همدارنګه فصلونو او پالیزونو کې اېښودل کېږي؛ دغه بوټی کله چې ورسېږي نو کوچنۍ کوچنۍ دانې زېږوي چې دغه دانې لومړیو کې شین رنګ لري خو کله چې دانې پخې شي سپېره زېړ رنګ غوره کوي.
له دغه بوټي د کور مشران یا هم تر ډيره د کور زړې مېرمنې د ماشومانو د زړه درد او همدارنګه په ټول کې د زړه درد لپاره استفاده کوي، چې یوه کاچوغه یو ګیلاس اوبو یا هم شېدو کې اېشوي او ترې استفاده کوي خوښ خوند لري چې ډيری کورنۍ یې د چای لپاره هم استفاده کوي.
۲ ـ ترخه ( ترکي ترخه) : دا ترخه تر ډيره د وردګو ولایت په محدودو غرونو کې شنه کېږي، عادي ترخو ته ورته شکل لري چې عادي ترخو توربخن سور رنګ او د دې ترکي ترخه چې ورته ویل کېږي رنګ یې سپېره وي او په مني موسم کې یې خلک له غرونو څخه رواړي چې تر ډيره د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ په ګربت غره کې پیدا کېږي او کور کې د درمل په شکل ترې استفاده کوي.
د درملو لاره یې داسې ده چې لومړیو کې د ترخې بوټی را اخلي او څڼډي یې چې له څنلو وروسته یې تویې کړې دانې ټولوي او په آونګ کې یې میده میده کوي او وروسته یې ډيری کورنۍ د جنجيو ناروغیو لپاره کاروي.
او تر ډیره خلک د نسوارو په شکل یوه کاچوغه خولې ته اچوي او اوبه پسې نشیجان کوي.
۳ ـ خاکشیر : خاکشیر هغه بوټی دی چې تر ډيره د وردګو ولایت په هره سیمه کې شنه کېږي دغه بوټی کوچنۍ ونې د یو متر په اندازه نرۍ لویېږي او اوږده اوږده نري پَلي زېږوي چې هغه کې وړې وړې دانې چې د هوګیو زېړو ته ورته کوچنۍ کوچنۍ دانې لري،
دغه دانې وروسته چې کله ونه وچېږي دوی پخېږي او خلک ترې یې ټولوي او له هغه وروسته د هغه ناروغانو لپاره کاروي چې معمولا د معدې او احصال( پیچش … ) ناروغیو لپاره کارېږي چې تر ډيره ښه درمل کارول کېږي.
۴ ـ سپيغول : سپغول بوټی هم د وردګو په ټولو سیمو کې شنه کېږي چې لومړیو کې چژګیو بوټي ته ورته وي خو اغزی نه لري !
د دغه بوټي دانې لومړیو کې د شیدو په شان سپینې دانې وي چې لږ وخت وروسته په سپېرو پخو دانو اوړي، دغه دانې هم د خاکشیرو په شان د معدې او خوني احصال او پېچش او د کلمو د نرمښت د هغه کسانو لپاره چې ګرمي یې کړې وي هغه لپاره ترې استفاده کېږي.
معمولا دغه دوه درمل د ژمي په موسم کې ناروغان ترې استفاده کوي.
۵ ـ مستوره: مستوره بوټی په لومړیو کې شین بوټی وي دغه بوټي تر ډيره ګازرو پاڼو ته ورته شکل لري چې له پوخوالی لومړی رنګ بدلوي او په سپیره رنګ تبدیلېږي!
مستوره تر ډېره د شکر ناروغۍ لپاره تر ټولو ښه درمل دی او همدارنګه د فشار لپاره هم، د مستورې بوټی وچوي او له میدېدو څخه وروسته یو ګلاس اوبو کې څښي دغه بوټي خوند تریخ وي.
۵ ـ سپېلنی : سپېلنی هغه بوټی دی چې نه یوازې وردګو ولایت کې بلکې د هېواد هر ځای کې شین کېږي، د سپېلني بوټی تر ډيره په هوارو دښتو کې شین کېږي؛ سپېلنی سپره غنګوې ته ورته بوټی دی خو نازګ وي، دغه بوټی نیزیر لپاره تر ډيره خلک کاروي او د معدې لپاره هم خو معمولا د نیزیر له پاره ترې ډيره استفاده کېږي.
۶ ـ بدروا: بدروا تر ډيره په لویو غرونو کې لوېږي او بدروا بوټي له بیخ څخه استفاده کېږي او تر ډيره سپیلني ته ورته ترې استفاده کېږي یعنې د معدې او نیزیر او ویرې لپاره د جادو د مخنیوي لپاره یې دودوي او تر ډيره په ودونو کې استفاده کېږي.
۷ ـ وینلی : وینلی بوټی تر ډيره د ویالو په څنډه شین کېږي نرۍ بوټي وي ښه خوږ بوی لري او خلک دغه بوټی شکوي او وچوي یې او ورسته له وچوالي څخه یې بیا په ترو( شړومبو ) چکې او مستو کې ترې د ښه خوند اخسیتو په خاطر اچوي تر څو یې خوند لا ښه شي، او همدارنګه اکثره وخت خلک پرې لاس مخ هم مینځي تر څو ښه بوی ولري.
۸ ـ سپېرکۍ : سپرکۍ په وردګو ولایت کې په خپله ډيرو ځایونو کې نه شنه کېږي، خو کله یې چې وکیري نو هر ځای کې پیدا کېږي او شنه کېږي؛ دغه بوټی هم سپېره دوړن رنګ لري او بادیانو ته ورته ونه لري، سپېرکۍ هم تر ډيره ښه خوږ خوند لري او ماشومانو لپاره یې مږده کوي او تر کهټي جوړوي تر ډيره پرې ماشوم ارامه وي د زړه د خوږېدو د ناورغۍ لپاره ترې استفاده کېږي.
۹ ـ نعنا : نعنا بوټی هم د وینلي ته ورته رنګ او خوند لري خو لږ توند وي او کرل کېږي، نعنا هم د معدې لپاره کارول کېږي او تبو لپاره همدارنګه په پخلي کې هم ترې استفاده کېږي چې د دېګ خوند ښه کوي.
۱۰ ـ خوږکۍ : تر ډيره بیخ لري او هغه ملۍ ته ورته وي خو کوچنۍ او خړ رنګ لرونکې ده، او تر ډيره په پټیو او پولو کې خورا زیاته پیدا کېږي او تر ډیره وچو ځایونو کې شنه کېږي؛ خوند یې خوږ دی او دغه بوټی د معدې لپاره ترې استفاده کېږي.
۱۱ ـ خسا وژه: خسا وژه بوټی تر ډيره شین بوټی دی او په ویالو کې پیدا کېږي تر ډيره د معدې لپاره استعمالوي بعضې بوټی وچوي او بعضې همداسې مږده کوي او یوه کاچوغه خولې ته اچوي، یاد بوټی تر ډيره خوړو یا هم هغه ځایونو کې پیدا کېږي چې هلته اوبه زیاتې وي.
۱۲ ـ خرمېړی : خر مېړی تر ډيره په باراني موسم کې پیدا کېږي، او په غرونو او پټيو کې شنه کېږي سپین رنګ لري؛ تر ډيره دغه وچېږي کله کله هم پخوي او بعضې کسان یې وچوي دغه بوټی د چنچي د مخنوي لپاره استفاده کوي.
۱۳ ـ ګل بخورک : شنشوبي ته ورته بوټی دی خو ګل نه کوي سپېره رنګ لري دغه بوټی د قلبي او د فشار د ناروغیو لپاره خورا ښه درمل پیژندل شوی دغه بوټی په غره کې پیدا کېږي.
۱۴ ـ زوېل : زوېل بوټی تر ډيره د فصلونو په څنډه کې په پُشتونو کې پیدا کېږي، بوټی یې سپېره او زېړپلن ګلی وي، دغه بوټي د سختو تبو لپاره استفاده کوي یاد بوټي په یوګلاس اوبو کې اچول کېږي او کله چې په اوبو کې ښه ووزي ( خوشت ) شي نو بیا چکل کېږي.
۱۵ ـ د ګلی ګلاف ګل پاڼې تر ډيره چې خلک وچې کړي نو ورسته یې ایشوي او تر ډيره د سینې او ټوخي د زړه درد لپاره ښه درمل دی او هر ځای پیدا کېږي.
۱۶ ـ کار کوټئ: کارکوټی بوټی تر ډيره سپېره بوټی دی او معمولا سپېره رنګ لري په غرونو کې پیدا کېږي، دغه بوټی د بادو لپاره د پښو درد، ملا درد او د لاسونو د درد لپاره خورا ښه درمل پیژندل شوي دغه بوټی چې کله وچ شي نو بیا ناورغان اېشوي او څښي یې.
۱۷ ـ یارلنګ: یارلنګ بوټی هم په غرونو کې شین کېږي پوخ سور رنګ لري کله چې میده میده شي نو سور رنګې اوبه (وینې ته ورته ) اوبه ترې وزي، دغه بوټی د زخم او ټوکلي زخم ته ډيره ګټه کوي.