۱۳۹۲/۱۱/۲۳

د میدان وردګو ولایت د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر کډوالو او بې وزله کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته د ویسټرن او ای ارډي ادارې له لورې نن ( چهارشنبه ) د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې ورکړل شوه .

د میدان وردګو ولایت پنخو کډوالو سره د ای ار ډي مرستندویه ادارې له لورې بشپړ کوروني وسایل،چې په کې خوراکي او غیري خوراکي توکو سربیره په کې څارویو هم شتون درلود،یوې کورنۍ ته د پنځه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت واخیستل شول .

همدا راز د یونسیار ادارې په همکارۍ د ویسټرن ادارې په مالي لګښت اته څلوېښت کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وشوه .

دغه مرسته،چې یوې کورنۍ ته د اوه زره افغانيو په مالي لګښت برابره شوې وه،په کې یوې کورنۍ ته خوراکي او غيري توکې شتون درلود.

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې مرستې د ورکړې،پرمهال د ای ارډي او ویسټرن مرستندویه ادارو څخه مننه وکړه،چې د دې ولایت له کډوالو او بې وزله کورنیو سره یې د اړتیا له مخې مرسته وکړه .

ده همدا راز له نورو مرستندویه ادارو څخه هم غوښتنه وکړه،چې د دغه ولایت له بې وزله کورنیو سره ورته مرسته ترسره کړي .

عطاالله خوږیاڼي

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *