راپور: پوهنیار عنایت الرحمن مایار

د وردګو پوهنتون رئیس

د هېواد په کچه لومړنی هغه پوهنتون چې د ودانۍ او احاطې چارې یې ټولې تر اوسه خلکو په خپل لګښت کړې دا ځل ورته د د نیالګیو کینولو حشر شوی او په کې سلګونه نیالګي یې په انګړ کې کینول شول.

د وردګو پوهنتون لپاره یو شمېر سوداګرو، فرهنګي ټولنو، قومي شوراګانو، د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو او په استرالیا کې د افغان محصلینو ټولنې ۱۵۰۰ دانې نیالګي وپېرودل.

د دغه حشر لپاره د وردګو پوهنتون ریاست یوه اونۍ کمپاین کړی وو چې د نیالګیو تر څنګ په کې خلکو لسګونه ټوکه کتابونه هم پوهنتون ته ډالۍ کړل.

2د نیالګیو کېنولو لپاره د کب میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سیمې خلک، فرهنګیان، مدني فعالان، د پوهنتونو استادان، د ولایتي شورا غړي او سوداګر را ټول شوي وو او په ټوپ دښته کې یې د پوهنتون په انګړ کې مثمرې او زینتې ونې کینولې.

د وردګو پوهنتون لپاره د نیالګيو کېنولو په پرانیست غونډه کې د یاد پوهنتون رئیس پوهنیار عنایت الرحمن مایار له ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې د نیالګیو پېرودلو په برخه کې یې مرسته کړې وه.

پر دې سربېره نوموړي د سیدآباد ولسوالۍ له ولسوال فضل کریم مسلم څخه مننه وکړه، چې د حشر کوونکو لپاره یې لسګونه بېلچې او کلنګان وپېرودل او د پوهنتون ادارې ته یې تسلیم کړل.

ښاغلي مایار د خپلو خبرو په لړ کې له ټولو هغو کسانو هم مننه وکړه، چې د نیالګیو کېنول په پروګرام کې یې ګډون کړی و.

د غونډې په لړ کې ملي سوداګر الحاج خان محمد وردګ هم وینا وکړه، هغه د خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې د پوهنتون لپاره به ژور کوهي وباسي.

هغه وویل: (( له ټولو دوستانو مننه کوم، چې د نیالګیو اخیستلو په برخه کې یې مرستې کړې دي، زه هم د دغو نیالګیو د ساتنې او اوبو رسونې په برخه کې خپله مرسته کوم او همدا نن به د پوهنتون لپاره د ژور کوهي ایستلو پرانیسته وکړه.))

نوموړي د غونډې په پای کې د ژورر کوهي پرانیسته وکړه، چې د پوهنتون ریاست، فرهنګیانو او مدني فعالانو له لوري ورته مننه او کور ودانی وویل شو.

د نیالګیو کېنولو په پرانیست غونډه کې د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا رئیس الحاج اختر محمد طاهري هم وینا وکړه، هغه د خپلې وینا په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې نیالګیو ته د اوبو رسونې په موخه به د وردګو پوهنتون ریاست ته د اوبو یوه لویه فلزي ذخیره په اختیار کې ورکړي: ((د نیالګیو کېنولو ترڅنګ د هغو ستانه هم اړینه ده، زه به د اوبو لپاره یوه لویه فلزي ذخیره پوهنتون ته په اختیار کې ورکړم))

د غونډې له پایته رسېدو وروسته د نیالګیو کېنولو لپاره عمومي حشر پیل پیل شو، په دغه حشر کې چې لسګونو کسانو په کې ونډه اخیستې وه، د دوو ورځو لپاره یې دوام پیدا کړ، چې په پایله کې یې ۱۵۰۰ دانې نیالګي کېنول شو.

وردګ پوهنتون په کال ۱۳۹۳ لمریز کې جوړ شوی، چې تر دې مهاله د ملي سوداګرو، قومي مشرانو، وکیلانو، فرهنګیانو او د پوهنتون استادانو ورسره سلګونه زره امریکايي ډالره مرسته کړې او په پښو یې درولی دی.

10 thoughts on “په وردګ پوهنتون کې د سلګونه نیالګیو د کښېنولو حشر”
  1. ډیره مننه محترم ریس صاحب او د ټولو هغو کسانو نه هم مننه چې له دې پروسې سره یی کمک کړی دی.

  2. دیره مننه محترم رییس صاحب واقعا چی ستاسو هچی دستایلو وردی الله پاک دنور هم په خپلو کارونو کشی کامیاب لره

  3. Salamoonah;
    Daa ham d`Afghan a`ilm-pervere olus aw pa zaangirre ddawl d Wardako hushyaro wronnu & khwayndo d A`ali poheno sara aw d hewad abadaniy sara d zrrah mienah shaiey.

    Wardakgyano laka Logeryan, Laghmanyan, Ghaznichyan, Heratyan, Belkhyan, Helmandyan, Bamyanian, Takharyan, faryabiyan , Badakhshanyan …a.d.n. tel d a`ilim aw pohe, parmakhtag aw taraqiy lipara dder sha khalik rozali dieya laka: Ghazi M.Djankhan w.; AbdulWakil khan; Prof. Musa Wardak , Mokhtar`e Siddiq a.d.n. ;
    Oos d Wardaki zwanano aw peghlo waar dey che d Wardak Pohentuun pa modderna Texnology aw Sciences sambalah krri aw d ratlunki wadan watan lipara matte wangharri.

    Allah de da nauwei 1395 kaal d Wardagkyano Univ. aw ttolo Afghanano ta nekmargha krri. Aamieyn summe Aamieyn.

  4. حلق پخپلو لاړو لوند دۍ،د ګداهم د پاچا!او بیا الله (ج) پخپل سپیڅلی کلام کی داسی فرمایی: ان الله لایغیرو ما بقوم حتی یغیرو ما بی انفسهم.ط:ژباړه: الله (ج) د یوه قوم پحالت کی تر هغو بدلون نه راولی تر څو د هغی قوم په سوچ کی بدلون نه وی راغلۍ،د افغانستان د حکومت او دولت څخه د وردګ دښیګڼی او خیر تمه نه کوی څکه دا حکومت د وردګو ندۍ او نه وو، هسی پنامه حکومت دۍ او بس ،مګر د وردګو علم پالونکۍ ولس باید پخپله د خپلو اولادونو غمه وخوری او دا ډیر ښه او د ویاړ کار دۍ چی د بیوزلۍ او بیکارۍ سره بیا هم د پوهنتون په ساختمانی چارو کی پوره ونډه اخلی .مخ په وړاندی د خپلوراتلونکو نسلونود سوکالۍ او پوهي په لور.

  5. په یوه حدیث شریف کې راغلی دی که د یوه چا په لاس کې یو نهال وی او په دې یقین هم وی چې سبا قیامت برپا کیږی نو نهال د کینوی او د الله تعالی له درباره د د اجر تمه ولري. دلته موږ ته دا حدیث شریف د نیالګیو ایښودلو اهمیت په ګوته کوي.، راښیي چې د وطن شنه کول، آبادول او سمسور کول د الله تعالی او د هغه د پیغمبر څومره خوښیږي. همدارنګه، له دې حدیث شریف څخه موږ ته داسې درس هم راکول کیږي چې که بل هیڅ څوک هم کوم سم کار، د الله تعالی د بندګانو لپاره خدمت او په د ځمکې په سر آبادي نه کوي نو با ایمانه مسلمان او مومن ته پکار دي چې د الله تعالی د بندګانو لپاره د ګټې رسولو او وطن ودانولو په هکله خورلې تویې کړي او له الله تعالی څخه د اجر او ثواب تمه ولري.

  6. نو الله تعالی د ټولو هغو کسانو ته اجر عظیم ورکړي چې د نیالګیو ایښودلو په پورته پروسه کې یې برخه اخیستې، مالي او ځاني مرسته یې کړې او خولې یې تویې کړې دي. د وردګو پوهنتون له بااحساسه او علمی او اکادیمیکي شخصیت محترم مایار صاحب او د ده له مللګرو استادانو، حاجی صاحب خان محمد چې تل یې له خپل پوهنتون سره مرسته کړې ده او همدارنګه له حاجی صاحب اختر محمد طاهری د وردګو د ولایتی شورا له رئیس صاحب څخه د ده دایمي مرستو په هکله مننه کوو.

  7. گران او هڅاند مايار صاحب
    له دې په زړه پورې خبر سره دې له ځانه گيله من کړم او هغه داچې هېڅ بې ليک لوسته او له پارسي اغېزه خوندي پاتې وردک يا بل پښتون نيالگي کېنول يا کښېنول نه وايي بلکې اېښوول واي ستاسې د ټولو زيار

  8. الله ج د ټولو دوستانو ته اجر ورکړي چې د وردګو له پوهنتون سره یې مالي مرسته کړیده او هغه چې د مالي مرستې توان نه لري نیک نیت لري او فزیکي مرسته یې کړېده، الله ج د په ټول افغانستان خصوصاً د وردګو په ښکلي ولایت کې سوله راولي تر څو زموږ نوی نسل وکولای شي چې خپلو زده کړو ته په آرامه فضا کې دوام ورکړي. د دایمي سولې او نیکمرغۍ په هیله

  9. دومره ښه کر او کار چې د ستاینې حد نه لري۰ دې ټولو دې کور ودان او کلئ دې زرغون وي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *