تاند- د کابل ښار په مرکزي برخه کې د نسبتاً زورورو چاودنو او ډزو اوازونه اورېدل کېږي او داسي ښکاري چې وسله والو انتحاریانو بیا هم یو مېئلمستون یا ګیسټ هاوس په نښه کړی وي.
تر لسو د زیاتو چاودنو ږغونه اورېدل شوي او ورسره د سپکو او اتومات وسلو ډزې اورېدل کېږي.
د کابل د پولیسو ویندوی عبادالله کریمي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«نا معلوم شمېر انتحاریانو حمله کړې او تر دې دمه چې څومره موږ پوهېږو په وزیراکبرخان مېنه کې یې پر یوه مېلمستون برید کړی دی.»
کریمي زیاته کړه:«دوی (انتحاریان) له لاسي بمونو کار اخلي او د چاودنو ږغونه اورېدل کېږي. امنیتي ځواکونه په سیمه کې موجود دي؛ هڅه کوي چې د انتحاریانو حمله وځپي.»
په وزیراکبرخان مېنه کې، چې د بهرنیو دیپلوماتانو د هستوګنې ځای دی، په ځلونو تروریستي بریدونه شوي دي.
په وروستیو ورځو کې وزیراکبرخان ته نژدې په پارک پلس مېلمستون د وسله والو انتحاریانو په برید کې لږترلږه ۹ تنه بهرنیان ووژل شول. پاکستاني سرچینې وايي چې د پارک پلس په حمله کې د هند د (را) استخباراتي ادارې یو مهم غړی ووژل شو.
که څه هم تر دې دمه د وزیراکبرخان د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو په وروستیو ورځو کې وسله والو طالبانو په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې وحشیانه بریدونو ته زور ورکړی دی.
د دوشنبې په ورځ یې په زایل کې د ولایتي شورا د دفتر مخته په انتحاري موټر بمي برید کې نژدې ۸۰ تنه ملکیان ژوبل کړل او پنځه تنه ووژل. دوی د زابل اکثره دولتي ودانۍ ونړولې یا سختې زیانمنې کړې.