تاند- د کابل ښار د سې شنبې د شپې په چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

پولیس وايي چې دا مقناطیسي بم د شپې په ۹ بجې او ۱۵ دقیقې په وزیر اکبرخان مېنه کې وچاودېده. پولیس وايي، ممکن دا چاودنه د تروریستانو له لوري شوې وي.

د دوی په وینا د افغانستان دښمنان غواړي چې د افغانانو په منځ کې وېره او ترهه خپره کړي.

په وروستیو څو ورځو کې په کابل کې پر له بسې بمي چاودنې کېږي.

د دوشنبې په سهار او ماښام دوې چاودنې وشوې. په دوهمه چاودنه کې لږترلږه ۳۶ تنه ژوبل شول، اکثره ټپیان ماشومان او ښځې وې.

له کله چې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د امریکا او چین له استازو سره یوځای به د سولې د پروسې د پیلولو په اړه خبرې کوي، طالبانو بمي او انتحاري حملو ته زور ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *