د کابل د پولیسو سرچینې وايي چې وسله والو طالبانو د وزیر اکبرخان مېنې د پنځلسم سړک په شپږمه کوڅه کې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون وسله واله حمله کړې ده.

دا په کابل ښار کې نن /پنجشنبه/ دوهمه حمله ده. نن سهار نهه نیمې بجې د کابل په ختیځ کې د بریتانیا د سفارت پر یوه موټر په ځانمرګي برید کې د بریتانیا د سفارت د یوه کارکوونکي په شمول پنځه تنه ووژل شول او ۳۳ نور ژوبل شول.
په وروستیو ورځو کې تقریباً هره ورځ کابل د دې ډول بریدونو شاهد دی.

پولیس وايي د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د پولیسو او وسله والو حمله کوونکو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. تراوسه په سیمه کې د څو چاودنو ږغ اورېدل شوی او د سپکو او نیمه درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

ویل شوي چې لومړۍ چاودنه د ځانمرګي د چوولو په نتیجه کې وه. ګومان کېږي چې په دې حمله کې څو تنه سخت دریځي برخه لري.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په استولي پیغام کې د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا یو هماهنګ برید دی.

3 thoughts on “په وزیراکبرخان کې د بهرنیانو پر مېلمستون وسله وال برید شوی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *