تاند- په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له پیلېدو سره امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښې څارنه زیاته کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايی پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ په یوه مرکه کې د دې خبرې د کولو تر څنګ وویل چې د وزیرستان د عملیاتو په برخه کې د امریکا او پاکستان ترمنځ کومه همږغي نشته خو د امریکا او پاکستان د پوځونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو تبادله زیاته شوې ده.

ده دا هم وویل چې په سیمه کې افغان او امریکايی پوځیان په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو د اغېزو لکه افغانستان ته د ترهګرو د اوښتو د مخنیوي لپاره تیار دي.

پرون د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان صدراعظم نوازشریف د پاکستان د پوځ د عملیاتو او د بې ځایه شویو خلکو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

کرزي د وزیرستان د خلکو ژوند ته د خطر په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې باید عام ولس ته زیان وانوړي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې تراوسه پوري یې په وزیرستان کې ۱۷۰ سخت دریځي وژلي دي. دوی په دې عملیاتو کې یوازې د ۶ پوځیانو وژل کېدا تاییدوي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمدخان د یکشنبې په ورځ په پاکستانیو رسنیو کې هغه خپاره شوي راپورونه رد کړل چې ګني د افغانستان حکومت پاکستاني طالبانو ته، چې دوی یې ترهګر بولي، هرکلی وايي.

په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د زور زیاتیو له کبله په زرګونو خلک خوست ته راوښتي دي.

په خوست کې د افغاني سره میاشتې ټولنې ريیس قاسم خان تڼی وايي چې تراوسه پوري یې ۴۹۱ کورنۍ ثبت کړي او د کډوالو د ریاست په چوکاټ کې له ۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي موادو او نورو ضروري شیانو مرسته کړې ده.

د خوست د کډوالو د چارو رييس حسن محمد مندوزي وویل چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (یواین ایچ سي آر) او د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) له لوري له وزیرستان څخه خوست ته له سلو راغلیو کورنیو سره د بیړنیو مرستو ژمنه شوې او په راتلونکو ورځو کې به ورکړای شي.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي د روغتیا او پوهنې له ریاستونو وغوښتل چې راغلیو وزیرستاني کډوالو ته د روغتیا او زده کړو امکانات برابر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *