ډېر کلونه پخوا د کابل په تایمني مېنه کې د یوه سلماني په دوکان ناست وم چې وېښته راکم کړي. سلماني د وطن په باره کې خبرې کولې او خبرو یې خوند راکاوه، ځکه ډاډ او امېد او باور پکې و. دی احساساتي شو، آسمایي غره ته یې لاس ونیو، ویې ویل: هر څوک د جاپان صفتونه کوي، هرڅوک وایي چې جاپان آتشفشان لري، زموږ آسمایي له آتشفشانه ډک دی!

په یوه سندره کې د افغانستان په باب اورو چې: خاوره د ولیانو ده. د دې سندرې تر جوړېدو ډېر وختونه پخوا مې د کابل په منډوي کې د وریجو له یوه سپین ږیري دوکانداره اورېدلي وو چې: دا د ولیانو خاوره ده، دې ته څوک چپ نه شي کتلای. 


او د افغانستان په جغرافیایي قاموس کې مې د وطن د یوې سیمې د خلکو په ستاینه کې لوستي وو چې ډېر غیرتي خلک دي، وسلې ساتي او قتل پکې زیات دی.


د سلماني په مثال کې د وطن په مادي شتمنیو باندې باور وینو خو دا بیا بېله خبره ده چې آتشفشان ته د شتمني په سترګه کتل شوي دي. په دویم مثال کې وطن د یوه مرموز معنوي قوت څښتن بلل کېږي چې اورېدل یې خوند کوي مګر منل یې سخته دي، ځکه تاریخ راته وایي چې وباوو، کاختیو، سیلابونو او نورو مصیبتونو د ولیانو د سیمې خاطر نه دی کړی. په دریم مثال کې، چې زموږ نالوستو نه بلکې لوستو کسانو ورکړی، د وطن د یوې سیمې په اوسېدونکو باندې ځکه ډاډ څرګند شوی دی او غیرتي بلل شوي دي چې وسلې ساتي او قتل کوي.


موږ د دغو کسانو په نظرونو کې د وطن او وطنوالو په باب خوشبیني وینو. که څه هم د دې خوشبیني دلایل کمزوري یا ناسم دي خو تر هغو پیاوړیو دلایلو راباندې ښه لګېږي چې په وطن باندې باور پکې نشته او پردۍ بریاوې راته نېغې نېغې کوي. 


د وطن د ژغورلو لپاره نه بې دلیله باورونه او نه د بې باورۍ دلیلونه پکارېږي. په وطن، د وطن په مادي او معنوي شتمنیو او د وطن په خلکو باندې باور پکار دی. دغه باور که په خیال او وهم نه بلکې په معقولو بنیادونو باندې ودروو، ګټور ثابتېږي او که د وهم او خیال او احساساتو په نیلي سپاره یوو، تاوان پکې کوو. روایت دی چې یو چا اوښ نه و تړلی او دلیل یې دا راوړی و چې په خدای یې توکل کړی دی. رسول الله مبارک ( ص) ورته وویل چې : عقل او توکل. یعنې اول د اوښ زنګون وتړه بیا توکل کوه! د بلخ د مولانا په قول:


ګفت پیغمبر به آواز بلند
با توکل زانوی اشتر ببند

One thought on “په وطن باندې باور/ اسدالله غضنفر”
  1. ډیر عالی
    استاده خدای دې عمر درکړي. کاشکي زموږ هر لیکوال داسي مقصدي او پیغام درلودونکې لیکنې وکړي. ستا هره لیکنه لولم. باور وکړه چې تاند ستا د لیکنو دپاره ګورم.
    خدای دې عمر درکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *