محمد هلال سمسور –

خلک فکر کوي چې طالب د هېواد په کلیو او بانډو کې اوسېږي مانا دا چې خلک یې ملاتړي دي! بل دا چې په کلیو کې ډېرې راډیوګانې او تلویزونونه نشته نو ولسي خلک به د هېواد له وضیعت څخه ناخبره وي او د طالبانو حمایت به کوي!

مګر داسې نه ده، له طالب سره یوازې هغه کورنۍ خواخوږي لري چې یایې په طالبانو کې د کورنۍ غړی له لاسه ورکړی او یا هم اوس له طالبانو سره ګرځی را ګرځي. خو سوال دا دی چې طالب له دومره لږ نفوذ سره سره ولې په کلیو او بانډو کې حاکم دی او آزاد ګرځي را ګرځي؟!

په دې وروستیو ورځو کې د هېواد هغو سیمو ته لاړم چې هلته پولیس په دربین کې هم نه لیدل کېږي او ټول واک او اختیار له طالبانو سره دی. د خلکو په بنډارونو کې کېناستم او هم مې په جوماتونو او پیتاوونو کې د خلک په ناستو کې ګډون وکړ. د کابل په څېر د خلکو عمومی مجلسونه همدا سیاسي خبرې وې. هر چا یو تحلیل درلود. ډېر تحلیلونه خو د کابل د ټکسیانو او موټرو د سپرلیو له تحلیلونو ډېر لوړ وو.

د کلیو او بانډو خلک د افغانستان د ښاري سیمو په څېر د پاکستان او امریکا په هر چل او هر خیانت پوهېدل. ځینو خو له طالب څخه هم سترګه نه کوله چې د پاکستان غیبت وکړي او یا دکابل میشتو سیاسي مشرانو ترمنځ د ښو او بدو تول وکړي. په دې ورځو کې خو حکمتیار او کابل ته د هغه راتګ هم مهمه موضوع وه.

د طالب له شر څخه هر څوک هېرېدل، هیچا په عام په مجلس کې د طالبانو بده نه ویله. که به کوم چا خوله خلاصه کړه ضرور به یو بل چا ورته ویل “دا خبرې ښې نه دي”. “پټه خوله مو پرده ده.” مګر دوه په دوه چې له چا سره مخ شې او پوهه شي چي تاسې هم له طالبانو څخه کرکه لرئ نو طالب به یې دومره بد ایشي ته به وایې د پنجاپی پر وړاندې یې خپله کرکه څرګنده کړه.

د کلیو او بانډو خلک ډېر محروم خلک دي. بیوزلي پکې ډېره عامه ده. د هغوی ځوانان زیاتره مسافر دي ډېر یې په ایران کې دي، یو یو په عربي هیوادونو او یا اروپایي هيوادونو کې هم شته. د هغوی ځوانانو د مسافرۍ ډېرې ترخې او خوږې له خپلو کورنیو سره شریکې کړي دي. د کلیوالو سپنیږیري خو کله کله د ظاهرخانۍ او داودخانۍ کیسې هم کوي چېرې چې امن ؤ، سوله وه او پیاوړی حکومت ؤ، ځکه خو د هغوی ستر ارمان آباد او ښیرازه افغانستان دی.

په تېرو پنځلسو کلونو کې ډېرې داسې پروژې وې چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د طالبانو د مخنیوي له کبله پلي نه شوې او خلک یې هم له ډېرو کاري فرصتونو محروم کړل. همدا اوس ډېر کلیوال خلک د طالب له وېرې خپل زامن په امنیتی برخه کې کار ته نه پرېږدي. ځینې لارې هم طالبانو په خلکو بندې کړې چې ګواکي پولیسو ته یې ماینونه اېښي. نو په چا چې د ډوډۍ لاره بنده کړې نو تاسې څه ګمان کوئ هغوی بیا هم خواخوږي ورسره ولري! څوک چې هره ورځ د ماین له وېرې په سړک سم نه شي تللی او یا یې د کور او باغ څخه د هغوی له اجازې پرته جګړه کېږي هغوی به بیا هم له جګړمار سره خواخوږي ولري؟!

یوه بله بېلګه څوک چې په ښار کې اوسېږي هغوی د حکومتي مامورینو او یا ځینو پولیسو له چال چلند څخه څومره سر ټکوي؟ همداسې په بانډو او کلیو کې د طالب پاچاهي ده هلته خو بیا د پوښتنې څوک هم نشته. څو چې ځان ښوروي طالب جان د وخته درباندې تېره کړي وي. په ښار کې خو  یو چا ته حال ویلی او د زړه درد ویلی ښکاره کولی شې مګر په کلیو کې له طالب څخه شکایت له تیږي سره سر وهل دي.

ښه نو سوال دا دی چې طالب د خلکو له کرکې سره  سره بیا ولې په کلیو کې آزاد ګرځي او حاکمیت لري؟ ځواب یې یوازې او یوازې د حکومت دوه سره توب، د ملکي او نظامي چارواکو کمزوري، د مور او میرې چلند، په دولتي ادارو کې فساد او لرې پرتو سیمو ته د حکومت خدمت نه کول دي.  د حکومت لخوا کلیو ته توجه نه ده شوې. نو له حکومت سره د خلکو فاصلې دېته زمینه برابره کړې چې په کلیو طالب خپل راج وچلوي. که چېرې د حکومت لخوا د خلکو پوره حمایت شوی وای او هغوی ته همدغه حداقل خدمتونه چې خبرې یې کېږي رسېدلی نو وضیعت به بلکل سرچپه وای.  افسوس د کلیوالو په حال چې له یوې خوا د طالبانو له متروکې او له بلې خوا د حکومت له ناغېږۍ سره مخ دي. یوه خوا پاڼ او او بله پړانګ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *