زه اوس هغه ننګرهار نه يم، چې په هره سيمه کې به د نارنج د خوشبویه ګلونو وږم پروت و، شاعر به مې له ښکلا الهام اخيست او شډل توري به يې سندریز شول.
قلم ته به مې ځواک وروبښل، د هرچا په فکر کې به د همېشه بهار د ښکلا تعبير و، جګړه ځپلو سیمو نه به ځوانان راتلل او د ننګرهار له جنتي هوا به يې فيض اخيست، خپل راتلونکې لپاره به يې د روښانه ژوند لارې چارې لټولې.
ننګرهاره! ته خو د مينې ځای وې، ته خو د ستړو اهونو د د مې ټاټوبی وې، ته خو د ژوند د ښکلا ګانو تعبیر وې، ته خو د هيلو او ارزوګانو کوروې.
شرمېدلي دښمن پر تا دغه ښکلا پېرزو نه وه، ستا پر بچيانو يې د امن او سولې فضا ونه لورېده، خپلې ورانکاري کړنې نشه کړ، تورمخي دښمن چې له وخته ستا ښکلا ته غل دی، پر همدې تمه ناست و، چې څوک به ددغه امن خونې په زړه کې د شر او وير سپرغۍ بلې کړي ، د ګلونو خوشبويه فضا به د بارودو په لوګي ګردجنه کړي، د مورکۍ له شونډو به خندا واخلي، د خوېندو نه به د ورور د راتلو هيله ختمه کړي، د ماشوم بچي د سر سیوری به واخلي او پښتنې تورسرې به د کونډتو ن په وير کېنوي.
سپین ږيری پلار به وژړوي، پوړېدلي لينګي به يې سېکه شي.
خدای نا ترسه دښمن راروان شو، پردې هيله چې ځانته جنت او وروڼو ته دوزخ وګټي، د مکار دښمن مکار جادو يې سترګې پټې کړې، جنتي ننګرهار يې دوزخ وګرځاوه، د هيواد د هويت ساتنې تنکي زلميان يې په شهادت ورسول، په سلګونو کورنۍ د وير او ماتم په لمڅي کېنولې.
لويه څښتنه! که د خلکو په وژنه جنت واجب ګرځي، که د بې ګنا وګړو په شهادت خلک د جنتي حورو تر نکاح رسېږي، نو زما دغه جنت په کار نه دی، زه د خپل شهوت لپاره د خپل هيواد جنتي حورې قرباني وګرځوم اود خپلو وروڼو د ژوند وروستۍ هيله ختمه کړم، داسې جنت به څه کړم، چې د خپلو وروڼو په وژل کېدو يې لاسليک شوی جنتي سند واخلم.
داسې جنت به څه کړم، چې د خلکو د اوښکو او کريږو په پايله کې ور ورسېږم، داسې جنت ته څنګه زړه ښه کړم، چې په سلګونو مېندې په سرو سترګو ژړېږي او له سلګونو مېرمنو د سرسایه لرې کړم، لویه ربه! ستا جنت ته يواځې د انسان وژنې قصابان رسېږي او که د زړونو د ساتنې ماهرين ستا تر جنت پورې درتللی شي.
لويه څښتنه! زما همدغه ننګرهار د وحشتونو له توپان څخه وژغوره، ماته خپل ننګرهار جنت وګرځوه، د خلکو دزړونو خوښې ستا خوښې ده، زه خو له خلکو سره مينه کوم، د هغوی زړونه ګټم او ستا تر جنت پورې ځان درسوم ، خو يوه هيله لرم، هغه څوک چې ستا د جنت په نامه خلک وژني، کورنۍ ژړوي، وړوکي ماشومان بې پلاره کوي، باور لرم، چې ستا همدغه مختورن دښمن به تر لمبو رسېدلی وي، د جنتي حورو په هوس به ستا د قهر ملکو ورته د دوزخ په لاندې طبقه کې د عذاب اسباب چمتو کړي وي.
شکرڅښتنه تا لرم او ستا پر اثره خپلې اوښکې وچوم، چې لوی رب ستر قاضي دی، د هيچا حق به ضايع نه شي، شهيدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته بېړنۍ روغتيا غواړم.
لویه ربه! ستا او زما د هيواد دښمنانو ته د ستر او دردوونکي عذاب غوښتونکی يم.
مجيد ژړاند
په تور مخو غلامانو کی دا هم یوه عجیبه کم عقلی ده چی پدی دنیا د یو مسلمان فیصله اعلانوی یوه ته جنتی او شهید وای او بل ته مردار او دوزخی وایی الله دی دوی غرق کړی چی کړیدلی افغانان تری خلاص شی