په وينو ککړ الماس د زېمبابوې هېواد د کانونو او بشري ناورين په اړه ليکل شوی دی. یاد کتاب افغان ليکوال عبدالجلیل بينش په دري ژبه لیکلی او حبیب وقار پښتو  ژبې ته ژباړلی دی. نوموړی کتاب په دريو څپرکو کې په ۷۰ مخونو کې په سپين کاغذ خپله د ژباړن له لوري خپور شوی دی.

په کتاب کې د زېمبابوې هېواد د کانونو په اړه هغه حقايق خپاره شوي دي چې افغانستان هم له يادو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، که د زېمبابوې د کانونو ويستلو ستونزو ته ځير شو، افغانستان کې هم ورته ناورين روان دی، تر څنګ يې د افغانستان په طبيعي سرچينو هم بحث شوی دی.

کانونه د يوه هېواد لويې زېرمې دي خو په دې شرط چې په ښه توګه ترې استفاده وشي. زموږ هېواد ډېر غني دی، اورو چې موږ طبيعي زېرمې او سرچينې لکه ياقوت، زمرود، لعل، ګاز، اوسپنه او تېل لرو خو کوم دي؟

اورېدلي مې دي کوم هېوادونه چې دا هر څه ولري غني هېوادونه بلل کېږي خو زما په هېواد کې خلک له لوږې مري، خلک له لوږې او وزګارۍ څخه په قاچاقي سفرونو بهرنيو هېوادونو ته ځي چې په پايله کې يې ډېری د سمندرونو په اوبو کې ډوبېږي او ډېری يې په دښتو او ځنګلونو کې د ځناورو خوراک شي.

زموږ په هېواد کې د کانونو ناورین يوازې د کورنيو کړيو له لاسه نه بلکې بهرنۍ کړۍ هم زموږ د کانونو د ويستلو له پاره وسله والې ډلې سمبالوي، هغوی ته وسلې او مهمات تياروي او له سياسي او مذهبي اړخه ملي او اسلامي احساسات ورکوي، څو له يو بل سره په جګړه وي او د پردې شاته يې د کانونو غله او لوټمار خپل کار وکړي.

د يوې داسې ورځې په هيله چې ټول افغان قومونه، ټول پاړکي سره يو موټی وي، د يوه ودان افغانستان له پاره په ګډه سره د خپلو طبيعي سرچينو ساتنه وکړي او پوهه د خپلو ټولو کارونو لومړيتوب وبولي.

په درنښت

وحيدالله اوریاخېل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *