خبرپاڼه

کندهار، افغانستان- په يوه چاودنه کي درې کوچنیان شهيدان او درې نور ټپيان سول.

دا چاودنه نن ماپښين درې بجې د نهمي امنیتي حوزې اړوند باباولي پټرول پمپ ته څېرمه په يوه دوکان کي رامنځته سوې ده.

ياد چاودېدونکي توکي په يوه بالښت کي ځای پر ځای سوي ول چي يوه کوچني بالښت رااخيستی او چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.

د چاودني په پايله کي درې کوچنيان شهيدان او درې نور ټپيان سول. دا چاودنه به داسي حال کي سوې چي په دې سيمه کي هيڅ ډول حکومتي تاسيسات وجود نه لري او نه په دې سيمه کي امنيتي ځواکونو حضور درلود.

د چاودني هدف يوازي او يوازي بېګناه کوچنيان ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *