راپور: همت –

دا خبرې په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپیان مسوول ګل باچا مجیدي او قومي مخورو په يوه خبري غونډه کې وکړې.

 مجیدي وايي، د زرمت ولسوالۍ ولسوال کيپتان اخلاص په ګډون د يو شمير ولسواليو ولسوالانو قومندانانو او د ولايت د دفتر ریس حشمت يوسفي په يو شمير ولسواليو کې درغليو ته زمينه برابره کړې او د ټاکنو خپلواک کميسون کارکوونکي په مرګ ګواښل شوي او ډبول شوي.

(( زموږ سره يو ښه ثبت دا دي چې ولسولانو په سيمه کې د ټاکنو له کارکوونکو څخه غوښتنه کړي چې د يو نوماند په ګټه رايې وکاروي او ولايت د مقام د دفتر ريس یو شمیر مرکزونو ته په خپل سر ننوتی او قانون خلاف په صندقونوکې لاس وهلی))

بل لوري په زرمت ولسوالۍ کې د يو مرکز ساحوي ناظم زمری کامران وايي، د ولسوال له لوري په مرګ ګواښل شوي.

زمری وايي، د ولسوال له لوري په ټاکنو کې د درغليو لپاره د پيسو وړانديز هم وشو خو چې کله يې دا خبره ونه منله د ولسوال د ساتونکو له لوري وډبول شو.

 (( ولسوال ماته وويل چې زه دلته قومندان هم يم او ولسوال هم يم او په ما کې د هيچا کار نشته، که خوشحاله يي او که خفه دلته به صندقونه زلمي رسول ته ډکوئ، کله چې ما انکار وکړ زه يي ساتونکو و وهلم تومانچه يي په ماندې پورته کړه او تاسو ګورۍ سترګه مې هم خوږ دی))

پکتيا کې د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو کميسون مسوول بشير بهرام وايي، چې تر اوسه د ولايتي شورا او جمهوري رياست د ټاکنو د درغليو په اړه ۸۷ شکايتونه رسيدلي

نوموړی هم دا مني چې د زرمت د ولسوال له لوري يو ساحوي ناظم ډبول شوی او شکايت هم له دوئ سره ثبت شوی

 (( موږه دغه موضوع تر څیړنو لاندې نيولي او تر اوسه ۸۷ شکايتونه د ټاکنو د مرکزونو په اړه راغلي، چې ۶۹ يي د ولايتي شورا او ۱۸ د جمهوري رياست دي))

خو د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي په ټاکنو کې د دولتي چارواکو خبره نه مني او وايي، چې تر دې دمه د ولايت مقام د ولسولانو او قومندانانو په اړه شکايت ندی رسيدلی

(( دا اوس که ټول کانديدان وګورئ هر يويې يو په بل دغسې تورنه لګوي، اما د پکتيا په ولايت کې الحمدالله په ټاکنو کې دغسې څه ندي ليدل شوي او نه موږ ته کوم شکايت رسيدلی))

تر ټاکنو وړاندې د پکتيا قومي مخورو څو ځله ويلي و چې د دې ولايت والي په ټاکنو کې د ځانګړي نوماند په ګټه کمپيانونه کوي او له مرکزي دولته يي د نوموړي د دندې د ګوښه کيدو غوښتنه کړې وه.

والي جمعه خان همدرد تر دې وړاندې له زلمي رسول څخه په يوه غونډه کې په ښکاره ملاتړ کړی و او د ولسواليو قومندانانو او ولسوالانو ته يي هدايت کړی و چې په ټاکنو د نوموړي نوماند په ګټه تورې رايې وکاروي، چې تر ډېره په يو شمير ولسواليو کې دا کار وشو.

خو ځينو ساحوي ناظمينو دا کار د قانون خلاف وباله او په وړاندې ودريدل.

اوس خلک غوښتنه کوي چې د والي په ګډون يو شمير ولسولان چې قانون يې تر پښو لاندې کړی محاکمه شي، او يا هم په راتلوونکي دولت کې چې هر نوماند جمهور ريس شي له دندو وشړل شي، چې ولس يې له شره او فساد څخه خلاص شي.

2 thoughts on “په يو شمير ولسواليو کې دولتي چارواکو په ټاکنوکې درغليو ته زمينه جوړه کړې”
  1. والي جمعه خان او ولسوالانو ته بايد دملي خاءينينوبه توكه سخته جزا وركرل شي دوالي وياند دملي خائن به توكه محاكمه ،برعلاوهداجه دبكتيا شريف خلك ءي دير زوروليدي سخته جزا وركرل شي

  2. سلامون
    تر کوم زای چی زه خبر یم گل پادشاه مجیدی تر پرونه د والی په سنگ که وو د والی د برکته ولسی جرگه ته کامیاب شو اوس په والی پسی خبری کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *