محمدالله همت یار: پکتیک/ا
دپکتیکا چارواکي او دمدني ټولنومسئولین د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د مهمو تابیاوو خبر ورکوي او وایي چي په پکتیکا کي به ټاکني په آرامه فضا کي په شفاف ډول ترسره شي.
دپکتیکا ولایت امنیه قوماندان وايي چي د ر روانو ټاکنو په ورځ به په دې ولایت کي هیڅ امنیتي ستونزه نه وي او د دې ولایت ټول د رايي اچوني مرکزونه چي تعداد يې (۱۶۶) ته رسیږي د ټاکنو په ورځ به د هیوادوالو پر مخ خلاص وي.
د دولت خان ځدراڼ په وینا په هغو سیمو کې به چې د ټاکنو په ورځ پکې د نا امنۍ احتمال موجود دی له همدا اوسه افغان ګډ ځواکونه عملیات ترسره کړي او سیمه به له مخالفینو پاکه کړي.
ددې ولایت د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون مشر ظراف ګل عاجز وايي چي د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه يي جدي هڅي رواني کړي دي او ټاکني به ډیري رڼي وي.
نوموړی وايي((مونږ او مرکزي دفتر د شفافو ټاکنو لپاره په ګډه هڅه کوو او د رڼو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره له پخوانیو ټاکنو څخه تجربې لرو او بیلابیل پلانونه ورته لرو چي پکي له یوې سیمي بلي ته د ناظمینو تبدیلول په دې ډول به هیڅ ناظم په خپله خوښه سیمه انتخاب نه کړاي شي)) .
دپکتیکا ولایت د مدني ټولنو مسولین هم وايي چي د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره يي ګډې هڅي رواني کړي چې د درغلیو مخه ونولی شي.
ددې ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ ددفتر مشر یعقوب خان منظور وايي چي مدني ټولني به د پکتیکا ولایت د رايي اچوني په اکثره مرکزونو کي ناظرین ولري چئ په ټاکنو کي د تخلف مخه ونیسي.
نوموړی له سیمه ایزو چارواکوهم غوښتنه کوي ترڅو په ټاکنو کي لاسوهنه ونه کړي او پریږدي چي ټاکني رڼې ترسره شي.
بل پلو یو شمیر سیمه ایز وګړي هم د راتلونکو ټاکنو لپاره لیوالتیا ښیي او وايي چي هغه وخت به په ټاکنو کي ګډون کوي چي د شفافو ټاکنو د ترسره کیدو ډاډ تر لاسه کړي.
د پکتیکا ولایت د یاخیلو یوتن اوسیدونکۍ ناصر وايي((په ټاکنو کي مي د ګډون لپاره کارت اخستی او ډیر ورته لیواله ویم خو هغه وخت به په ټاکنو کي ګډون وکړم چي وپوهیږم ټاکني به رڼي وي)).