احمدالله احمدي –
په پکتيا کې د ډاکټر اشرف غني د ټاکنيز کمپيان غړي امنيتي چارواکي د شنبې د ورځې په ټاکنو کې د يو ځانګړي نوماند په پلوي تورنوي او وايي چې په يو شمير ولسواليو کې د ملي اردو ځواکونو خلک له رايي اچونې څخه منع کړي او د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي.
دوئ په يوه غونډه کې امنيتي ځواکونو وړتيا وستياله خو چاورکي تورن کړل چې په زرمت پټان او ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې يې په يو شمير سيمو کې د وسلوالو د بريدونو په مقابل کې دفاع نده کړې.
جنت خان منګل وايي په زرمت ولسوالۍ کې امنيتي ځواکنو په يو شمير مرکزونو کې د خلکو مخنيوی کاو او په لوی لاس يې نه غوښتل چې ډېر خلک په رايه اچونه کې برخه واخلي.
منګل وايي، په پټان ولسوالۍ د راکټي بريدونه له امله امنيتي ځوانه هيڅ دفاغ نده کړي .
د ولايتي شورا مرستيال وويل، چې په سيدکرم او اريوب ځاځيو کې زورواکو خلک دې ته مجبورول چې د يو نوماند په ګټه رايه وکاروي، خو د خلکو د کلک غبرګون سره دمخ کيدو په صورت کې په اريوب ځاځيو کې پنځه د رايې اچونې مرکزونه هم وتړل شول.
بل لوري ته امنيتي چارواکي بيا وايي چې د ټاکنو په لومړئ ورځ يې د وس تر بريده امنيتي چارې سمبال کړي چې پايله کې لس تنه امنيتي سرتيري وژل شوي او ۲۷ تنه تټپيان شوي هم دي او د وسلوالو کسان ګڼ بريدونه شنډ کړي هم دي
امنيتي چارواکي په ټاکنو کې د يو ځانګړي نوماند په ګټه د زورواکو او امنيتي ځواکونو خبر په کلکه ردوي په دې اړه پبه د ۲۰۳ تند قول اردو قومندان جنرال محمد شريف يفتلي او امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخيل خبري واورو.
که څه هم د ټاکنو وړاندې داسې انګيرل کيده چې خلک به ونشي کولی د وسلوالو طالبانو له ويرې په ټاکنو کې ونډه واخلي، خو په دويم پړاو ټاکنو کې خلکو د تمې خلاف په ټاکنو کې پراخه ونډه واخيسته.
او نږدي په لويه پکتيا کې له ميلون څخه زياتو خلکو په رايه اچونه کې برخه واخيسته