د افغانستان لپاره راتلونکی ټاکنې ډیری مهمی دي ځکه چی زمونږ د هیواد په تاریخ کي په ړومبی ځل واک دیوی دموکراتیکی پروسې له لاری له یوه جمهوری حکومته و بل جمهوری حکومت ته انتقالیږی. مونږ په تیرو دری نیمو لسیزو کی د واک د انتقال مختلف ډولونه ولیدل چې ټول یی ناکام ؤ او علت یي دا ؤ چې واک د قانون مطابق او د ولس په خوښه نه ؤ انتقال شوی بلکه په زوره اخستل شوی ؤ، او داچې دغو حکومتونومشروعیت نه درلود او له همدی کبله نوموړو حکومتونو ونشو کولای چې ولسی ملاتړ ترلاسه او په هیواد کې خپله سلطه قایمه کړي . د ولس حمایت حکومت ته مشروعیت ورکوی خو له بده مرغه د ۲۰۰۴ کال له ټاکنو څخه دمخه حکومتونو دغه مشروعیت نه ؤ ترلاسه کړي او همیشه یي کوښښ کړی ؤ چې په زوره واک ترلاسه او په خلقو حکومت وکړي چی په نتیجه کې یي په هیواد کې ګډوډی پیل شوی، بهرنیو ته د مداخلو ته زمینه مساعده شوه، زمونږ ټولنه یي په مذهبي، ژبنی او حتی منطقوی ډلو وپاشله، په هیواد کې یی ناورین رامنځ ته کړ چې د دغه ناورین بوی تر ننه پوری د هیواد په مختلفو برخو کې موجود دی.
لکه څرنګه چې افغانستان یو جنګځپلی هیواد دی او جنګ ځپلي ټولنې په بل عبارت پاشل شوي ټولنې دي چې د دا ډول ټولنو لپاره ټاکنې خورا مهمې وي. کچیری ټاکنې په شفاف او آزاد ډول سره ترسره شي نو په نوموړو هیوادو کې مثبت بدلون را منځ ته کیږی او کچیري همدغه ټاکنې آزادی او بیطرفه نه وي نو د ټولني د لا پاشل کیدو او حتی د لا زیاتو مشکلاتو د پیدا کیدو سبب ګرځي. ددی لپاره چې شفافی، آزادی او بیطرفه ټاکنې تر سره شی نو په ټاکنیزه پروسه کې باید ځینی تدابیر په جدی ډول سره په نظر کې ونیول شی.
د ټاکنو وخت: ټاکنې باید په مناسب وخت کې د امنیت په نظر کې نیولو سره په یوه پر امنه فضا کې په ټول هیواد کې د ټولو ډلو په ګډون په آزاد او شفاف ډول سره ترسره شي. حکومت یا مؤقته اداره باید د ټاکنو د امنیت په هکله په هیواد کې دننه له کورني او نړیوالو سازمانونو سره په هماهنګي کې د ټاکنو لپاره د هیواد په ګوټ ګوټ کې زمینه برابره کړي. ټولي ښکیلې باید په ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو وی او په ټاکنو کی برخه واخلي.
د ټاکنو ترسره کونکی اداره (کمیسیون) : د ټاکنو کمیسیون باید له خپلواکه ، بیطرفه او متدینو اشخاصو څخه جوړ وی. د ټاکنو د کمیسیون رهبری کمیته باید د ټولو ډلو په خوښه انتخاب شي. د ټاکنو د ترسره کولو لپاره یاد کمیسیون د ضرورت وړ منابعو تر څنګ یو شفاف قضایی سیستم ته هم باید لاسرسی ولری. د ټاکنو کمیسیون، د ټاکنو د ترسره کولو لپاره مالي، تخنیکي او تکتیکی مرستو ته ضرورت لري ځکه چي په جنګځپلي هیواد کې اقتصاد، ظرفیتونه او تکنالوژی له نیشت سره برابر وی او په دی برخه کې نړیواله ټولنه باید فعاله ونډه واخلي.
امنیت او د قانون حاکمیت: امنیتی ادارې باید فعاله شی، د ټولو احزابو (کاندیدانو) د امنیت د ساتلومسؤلیت په غاړه واخلی، د خرابکارو مخه ونیسی او د ټاکنو د ترسره کولو لپاره په ټول هیواد کې امنیت ټینګ کړی او په ټوله پروسه کې بیطرفه و اوسی. امنیتی او قضایي اداری باید د ټاکنو له کمیسیون سره نږدی همکاری ولری ترڅو د درغلیو مخه ونیول شی او سرغړونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي. د امنیتی ادارو منسوبین باید د کوم حزب او یا کاندید عکسونه په خپلو موټرو او وسایلو ونه ځړوی او باید په ټوله پروسه کی خپله دنده په پوره ایمانداری سره سرته ورسوی او په هیواد کي د قانون د حاکمیت لپاره جدی ګامونه پورته کړي.
د رسنیو ونډه: لکه څرنګه چې رسنی په دیموکراتیکه فضا کې مهم رول لوبوی او د ولس ږغ انعکاسوی، همدا راز په ټاکنو کي د ولس د ویښتیا او ولس ته د تعلیم په برخه کی مهم رول لوبولای شي. کچیری رسنی د یو خاص ګوند یا کاندید څنګ ونیسی نو په هغه ټولنه کې چې په تازګي سره له بحرانه راوتلی وی او یا له بحران څخه د راوتو کوښښ کوی، د بی ثباتی باعث کیدای شی. په نوموړی هیواد کې د موجود حکومت او د ټاکنو د کمیسیون په څیر رسني هم باید بیطرفه وی، ټولو کاندیدانو ته یو برابر وخت ورکړی اوباید د کوم خاص کاندید ملاتړ ونکړي، د ولس د پوهاوی اسباب برابر کړی او کوښښ وکړی ترڅو د ولسواکۍ د غښتلتیا په برخه کي مثبت رول ولوبوی.
د نړیوالی ټولنی ونډه: په جنګځپلو ټولنو کې د ټاکنو په برخه کې نړیواله ټولنه عمده رول لوبولای شي، د بیلګې په ډول د اداری او تخنیکی مرستو تر څنګ مالی مرستې برابرول، په هیواد کې دننه ظرفیت سازی، د اختلافاتو په حل کولو کې منځګرتوب کول او د ټاکنو په پروسه باندی نظارت کول. مهمه داده چې له ټاکنو مخکې د کوربه هیواد (چیرته چې ټاکنې تر سره کیږی) او د نړیوالی ټولنې ترمنځ په پورته ذکر شویو مواردو توافق شوی وي. ڼړیواله ټولنه باید خپله بیطرفی په ټوله پروسه کې وساتی او د هیڅ ګوند (کاندید) په خوښه نه بیان ورکړی او نه هم د کوم خاص کاندید په کمپاین کې ګډون وکړی. نوموړی ټولنه باید کوم خاص کاندید ته مالی یا تخنیکی مرستی برابری نکړی او په ټوله پروسه کې خپله بیطرفی وساتي ترڅو د ټاکنو اعتبار کم نشي.
کچیری د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کال ټاکنو ته ځیرشو نو ډیري نیمګرتیاوی مو تر سترګو کیږی، دغه نیمګرتیاوی په پورته ذکر شویو ټولو مواردو کې موجودی وی. د وخت له نظره، د هیواد په اکثره ولایاتو کې شفافی او آزادی ټاکنی د امنیتی مشکلاتو له وجی ترسره نشوی، ټولو ښکیلو ډلو په ټاکنو کې برخه نه درلوده بلکی ځینو ډلو کوښښ وکړ چې د ټاکنو مخه ونیسي او د هیواد په ځینو برخو کې دوی کامیاب هم شول . د ټاکنو کمیسیون هم ډیری ستونزی درلودی، د ټاکنو کمیسیون بیطرف نه ؤ بلکه د خاصی ډلې له ملاتړو څخه جوړ ؤ. د هیواد په شمالی او ځینو نورو ولایاتو کې امنیتي ادارو خپله بیطرفی ونه ساتله او د خپلی خوښې د کاندید لپاره یي نه یوازی کمپاین کاوه بلکه له دولتي امکاناتو یې د یادی ډلې د کاندید انو لپاره کار اخسته .په هیواد کې دننه رسنی هم تقسیم وی او یو شمیر مشهوره او مخورو رسنیو د خاصی ډلې د کاندید لپاره کار کاوه حال داچې رسنی باید بیطرفه او آزادی وی خو له بده مرغه یادو رسنیو هم خپل رسالت په ښه ډول پوره نکړ، په ټاکنو کې یی درغلیو ته نه یواځی لار برابره کړه بلکه د یوی خاصی ډلې د درغلیو د پټولو او توجیه کولو کوښښ یي هم وکړ. نړیوالې ټولنې هم خپله بیطرفي ونه ساتله او د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې یی د خاص کاندید د کامیابي د مخنیوی ډرامه وکاروله، نړیوالې ټولنې په خپل دی کار سره د ټاکنو په پروسه باندی د ولس شکونه لا زیات کړل، یادی ټولنې په بل کاندید اعتماد نه درلود خو یوازي په یوخاص کاندید د سیاسی فشار واردولو په هدف یي دغه کار وکړ، حال داچي دغې ټولنې باید خپله بیطرفی ساتلی وای او خپل مخالفتونه یي دیپلوماسی له لاری حل او فصل کړی وای.
د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کی یوځل بیا هم هغه تیروتنې تکراریږی، دولتی چارواکي د خاصو کاندیدانو په ملاتړ په غیر قانونی ډول له دولتی وسایلو کار اخلي، دولتي چارواکي لکه والیان، دامنیي قوماندانان، ولسوالان او نور د خپلي خوښی د کاندیدانو په ګټه بیانیي ورکوی حال داچې یاد چارواکي د قانون په اساس ددغه کار اجازه نلری. د یو خاص کاندید په هکله د جمهور ریس بیانیي، له یو کاندید نه غوښتل څو د بل کاندید لپاره تیر شی هم د مداخلی په ردیف کی راځي. جمهور ریس کرزي په تیرو ۱۳ کلونو کې یوه خاصه ډله (ټلواله)په قدرت کې وساتله، د دوی بیسوادان او ډډیان یي د جنرالانو، دیپلوماتانو، ریسانو، والیانو او امنیي قوماندانانو تر منصبونو ورسول او د ولس ګټې او هیلې یي د یادی ډلی لپاره قربانی کړي او ځیني په دی نظر دی چې جمهور ریس بیاهم کوښښ کوي څو د یادی ډلې ګټې خوندي وساتي. جمهور ریس باید بیطرفي و اوسي، د ملت په حال رحم وکړي او په ټاکنو کې نه یواځی دا چې مداخله ونکړی بلکه کوښښ وکړی چې دغه پروسه په شفاف ډول سرته ورسیږی. جمهور ریس باید نه خپله په ټاکنو کی مداخله وکړی او نه هم دولتي چارواکو ته اجازه ورکړی چي په ټاکنو کې مداخله وکړی او یا دولتی وسایل د خاص کاندید په ګټه استعمال کړی څو په راتلونکی کې د ملت په زړونو کې ځای ولري او د هیواد په سیاسی سیستم کې دده نوم تر ډیره ژوندی پاتي شي .
جاوید ستانکزی