رفيع الله زيار
که په دې ټاکنو کې د فسادګرو کانديدانو مخه ونه نيول شي، نو په افغانستان کې به فساد خپلې ريښې نورې هم ژورې کړي او بيا به د هېچا په وس نه وي، چې د دې بلا مخه ونيسي. فساد به د افغانستان بحران نور هم ژور کړي او دلته به له جنايتونو نيولې تر نورو جرمونو پورې ټول د همدې زورواکو او فسادګرو لخوا دوام پيدا کړي. د اوس په څېر به داسې څوک نه پيدا کېږي، چې دې حالت ته په ښه لوري بدلون ورکړي. ځکه مشر به خاين او فسادګر وي.
تېره ورځ په کابل کې د اداري فساد سره د مبارزې د نظارت او ارزيابۍ ګډې کمېټې د ټاکنو پروسې پر وړاندې د امنيت په اړه اندېښنه ښودلي، خو پر حکومت يې غږ کړى، چې د امنيت تر څنګ دې د هغو کسانو مخه ونيسي، چې د خلکو په وينو، فساد او نورو ناروا کړنو کې ښکېل دي.
دا اندېښنه پر ځاى ده. ځکه موږ يوه داسې رهبر ته اړتيا لرو، چې د هغه لاسونه په وينو سره نه وي، په فساد کې ښکېل نه وي، د ولس درد درک کولى شي او يوازې د ډالرو، بزنس سنټرونو، يو لک ډالري قېمت بيه موټرونو او نورو خواهشاتو په نشه کې ډوب نه وي. خو په ټاکنو کې د فسادګرو کانديدانو مخنيوى د حکومت له وسه وتلي ښکاري او يا به يې هم نه غواړي، چې د دوى ګټې له فسادګرو سره په مبارزه کې خاورې شي، نو له همدې امله موږ له نړيوالو غواړو، چې ددې پېښې مخنيوى وشي، تر څو په راتلونکې کې د افغان ولس په ژوند لوبې ونه شي.
په افغانستان کې دوولس کاله کيږي، چې دلته د خلکو په خوښه او د دوى په رايو منتخب دولت رامنځته شوى دى، خو په دې ټاکنو کې په زياته کچه درغلۍ موجودې وې، ځکه دا هېواد پېنځه دېرش کلنې جګړې ځپلى او پوره يو نوى نسل د جګړې په لمبو کې پيدا او بيا رالوى شوى دى. کله چې پوره يو نسل په جګړه کې رالوى شي، هلته يې د قانون پر ځاى د ټوپکسلارۍ لاندې ژوند کړى وي، نو خامخا به په يادو ټاکنو کې د ټوپک زور، تهديد، بډې او نورې ډېرې ستونزې موجودې وي، خو له تېرو يوولسو کلونو راهيسې په هېواد کې ټول افغانان په خاص ډول ځوان قشر په دې وپوهېده، چې په هېواد کې ولسواکي څه ته وايي او ټاکنې بايد څه ډول وشي؟
که څه هم په تېرو ټاکنو کې زياتې درغلۍ، د ټوپک زور او نور تهديدونه موجود وو، خو په راتلونکو ټاکنو کې بايد دا تېروتنې نه وي او هېڅ افغان بايد خپل هويئت په پيسو او نورو امکاناتو خرڅ نه کړي، ځکه موږ ته په تېرو ټاکنو کې تجربه شوې، چې احساساتي او دروغجنو وعدو، همداشان د پيسو په مقابل کې د رايو ورکولو څومره زيانونه واوړول؟ که چېرې رايه ورکوونکې په خپله رايه کې صادق وي او په بې ځايه وعدو او بې ځايه ګټو پسې ونه ګرځي، نو په هېواد کې نورې پرتې ستونزې له منځه تلاى شي او په رښتيا سره يو ولسواکه حکومت رامنځه کېدلاى شي.
بله خبره داده، چې ولس هم په تېرو ټاکنو کې زياتې قربانۍ ورکړې دي. ځکه موږ وليدل، چې خلک تهديد شول، په رنګ لړلي ګوتې يې پرې شوې، ووژل شول او نورې ګڼې ستونزې ورته پيدا شوې، خو پر دې سر بېره يې د خپل افغاني غيرت او ننګ له مخې يې د رايو مرکزونو ته مخه کړه او په ټاکنو کې يې ګډون وکړ، چې دا د ټولو لپاره د فخر او وياړ خبره ده.
دا ځل به بيا هم خلک په ټاکنو کې برخه اخلي، خو په دې شرط، چې سياستوال او په ځانګړې توګه کانديدان د ټاکنو د کميسيون او همداشان د خلکو رايې ته په ارزښت قايل شي، تر څو په افغانستان کې رڼو او شفافو ټاکنو ته لار هواره شي او د ټولو افغانانو هيله داده، چې د تېرو انتخاباتو يا ټاکنو نيمګړتياوې، ستونزې او درغلۍ بيا تکرار نه شي.
د ټاکنو کميسيون بايد خپلې هڅې نورې هم پراخې کړې او په سيمو کې د رايو مرکزونه زيات کړي. ځکه افغان ولس غواړي، چې په هره سيمه کې د رايو مرکزونو ته لاس رسى ولري او ددې تر څنګه پاکې او شفافې ټاکنې غواړي، تر څو په رښتيني ډول خپل انتخابي ولسمشر ولري. ځکه داد دوى قانوني حق دى، چې د خپلې رايې په مټ خپل ولسمشر، يا هم د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړي انتخاب کړي.
څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون وويل، چې موږ به په هغو سيمو کې د رايې صندوقونه کېږدو، چې هلته امنيت وجود ولري او همداشان د ټاکنو د کميسيون غړي خوندي وي. خو د دوى دغه نظر د هېواد سياسي شنونکې ډېر په غصه کړل او په غبرګون کې يې وويل، چې دا په خپله د درغلۍ لپاره يوه توطيه ده، تر څو په دې ډول سره دوى په سيمه کې ګډوډۍ رامنځته او د هغه چا په ګټه تمام شي، چې سر له اوسه يې معاملې کړي دي.
زموږ هدف دادى، چې هم بايد د ټاکنو خپلواک کميسيون د درغليو مخه ونيسي او هم بايد د خلکو لپاره د رايې ورکولو سهولتونه ډېر کړي. ددې تر څنګ دې په ټاکنو کې هغه څوک کانديدېدو ته پرېښودل شي، چې هغه فاسد، خاين، د خلکو په وينو تجارت کوونکى او په نورو جرمونو کې ښکېل نه وي. که چېرې دا کار وشي، نو موږ به په دې ځورېدلي ولس ترحم کړى وي.