لکه څرنګه چې پوهیږئ سیاسي ګوندونو د رڼو ټاکنو ترسره کېدا لپاره خپلې غوښتنې د یوې طرحې په توګه د ټاکنوخپلواک کمېسیون ته وړاندې کړې دي.
– د ټاکنود سیستم بدلون له SNTV څخه MDR سیستم ته.
– په رایه ورکولو کې د بایومټریک ټکنالوژي څخه کار اخیستل.
– پایله لرونکی د څار میکانیزم رامنځته کول
وروسته له څو میاشتو حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بایومټریک پروسه ومنله او موږ د دوی دا ګام ستایو او د ګوندونو د غوښتنو په اړوند یې د پرمختګ یو کامیاب پیل بولو.
اما:
سیاسي ګوندونه او جریانونه د ټاکنو د روڼوالي او لا ټول شموله کېدو په موخه د لاندې مواردو په پلي کېدو ټينکار کوي:
اول: د هیواد په هغو سیمو کې چي د انټرنټ او بریښنا اسانتیاوې شتون ولري ټاکنې دې په انلاین توګه وشي، ځکه چې په افلاین ډول د تکراري رایو مخنیوی او د باطلو رایو تصفیه په یوه ننګوونکې پروسه اوړي.
دوهم : د بایو مټریک پروسه باید پراخه او ټول شموله توګه پلې شي او په هغو سیمو کې چې یاده پروسه عملي نشي د یادو سیمو رایې باید بې اعتباره اعلان شي.
دریم : سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو ته دې په مرکز کې د ډیټا، سرور او نورو تخنیکي پروسو څخه د څار لپاره حق ورکړل شي، ترڅو د پاکو او تکرارې رایو په پېژندنه کې روڼتیا تضمین شي.
څلورم : د تکراري رایو او یا هغه چې په شمېر کې د بایومټریک له دستګاه سره توپیر ولري، د یادو بکسونو په پلټنه کې دې د ګوندونواستازو او مدني بنسټونو څارونکو شتون حتمي وبلل شي.
پنځم : د رایه ورکونکي انځور، پیژندپاڼې انځور او دوو ګوتو نښان د بایومټریک پروسې په بنسټ د ټاکنو په ورځ اصل وګڼل شي.
شپږم : ددې لپاره چې د پېژندپاڼو د وېش لړۍ او د سټېکرونو د ثبت پروسه نیمګړي وه او د هیواد ډېری ولس په یادې لړۍ د نه باور او په ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو له کبله خپلې پېژند پاڼې ثبت کړې نه دي، لدې امله د هیواد په ګوټ ګوټ کې هغه وګړي، چې د افغان پېژندنې سند (تذکره) ولري او قانوني سن یې پوره کړی وي درایې ورکولو حق ولري.
اوم : د ټاکنو خپواک کمېسیون باید ثابته کړي، چې د بایومټریک په اساس د تکراري رایو مخنیوی کولای شي، کنه سیاسي ګوندونو ته یاده پروسه د منلو وړ نه ده.
اتم : حکومت باید د بایومټریک سیستم په تړاو د قرارداد لیک متن له افغان ولس سره شریک کړي، ترڅو پوه شو، چې په کومو شرایطودغه تړون ترسره شوی.
د سیاسي ګوندونو او جریانونو سیاسي کمیټه
نیټه : 14 / تلې / 1397