فهیم بهیر: د کاپیسا – پروان په لاره په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزی وايي چې یو سراچه موټر نن سهار له کاپیسا نه د کابل په لور په حرکت و چې د پروان د پل مټک په سیمه کې له سړک څې وتي او د غوربند په سیند کې لویدلی چې د موټر پنځتنه نارینه سورلۍ مړه او یوه میرمن په کې ټپی شوې ده.
د مموزي په وینا کیدای شي د لارې په اوږدو کې موټر چلونکی ویده شوی وې او دا پېښه رامنځته شوې وي. بل خوا د پروان د مرکزي روغتون رییس ډاکټر محمد قاسم سنګین وايي چې پنځته مړه او یوه ټپي میرمن د دوی روغتون ته استول شوي دي.
دیادونې وړ ده چې د پروان – کابل د سړک د سور د کموالي له امله په هره اونۍ کې یو یا څو ترافکي پېښې رامنځته کېږي.