په ترافیکي پېښه کې ۷ تنه ټپیان شول - وردک

۱۳۹۴/۲/۳

د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په سي سي سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله اوه تنه ټپیان شول .

دغه پېښه نن ( ۵ شنبه) مازیګر ناوخته هغه مهال رامنځته شوه،کله چې دوو سراچه ډوله موټرو چې یوه یې له غزني څخه کابل او بله یې له کابل څخه سیداباد ولسوالۍ ته پر لاره وو،چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله یې ټکر وکړ .

په دغه پېښه کې چې په کې مېرمنې او ماشومان شتون نلري،د پېښې ټول ټپیان د کابل ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي او ویل کیږي چې د دوو تنو روغتیایې وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *