ښځې هم د نارینو په څېر په ټولنیزو اقتصادی، سیاسی او نورو مسایلو کی د ګډون او پرېکړی نظر ورکړی حق لری،دا چی ښځی  د انسانی ټولنې تر نیمایی زیاته برخه جوړوی، نو ګډون او پرېکړې یی هم همغه اندازه د اهمیت وړ دی او باید ورته په درنه ستر ګه وکتل شی.

   په دې کې شک نه شته، چې زمونږ ټولنه یو افغانی سنتی ټولنه ده، دغو اصولو ته په پام سره ښځه هم په مهمو ټولنیزومسایلو کې برخه اخیستې او تر اوسه یې برخې اخیستنې او پرېکړو ښی پایلې لرلې دی، لکه د لور په ورکړه کې یا زوی ته د  واده کولو کې د ښځی په ځانګړی ډول د مشرې ښځې خوښه او پرېکړه، چی هغه مور، مشره خور، وریندار، ترور او نورې دی.

  تجربو هم تر ډېره ښودلې، چې د دوى په خوښه عمل کول ښې پایلې لری، ځکه د کور نور غړئ یا هغه نجلۍ چې واده کوی او یا هلک چې واده ورته کوی خپلې خبرې د نارینو په نسبت د کور ښځینه وو ته په ښه ډول او پرته له کوم وېرې ډېر په جرات سره کولى شی.

  له دې برته موږ په یوه سوچه اسلامی ټولنه کې ژوند کوو، که د اسلام ټولنیز نظام ته پام وکړو، نو د اسلام په سپیڅلی دین کې ښځې ته لوړ ارزښت ورکړل شوى دى، په اسلام کې هم ښځو په ټولینزو مسایلو کی خپل نظر او پرېکړې کړې چې یو له هغه وخت ښځوبی بی عایشه وه، چې ډېرو صحابوو به ترې د ژوند په ټولومسایلو کې پوښتنې کولې او همدارنګه به یې پرېکړې کولې چې د اصحابو کرامو به هم پرې عمل کاوه.

  اوس هم د هېواد په پښتون مېشتو لرې پرتو سیمو کی ښځې پرېکړې کوی په ځانکړی وخت هغه مهال چې د دوه کورنیو په منځ کې پخوانی دښمنی وی، نو بیا همدغسې ښځی د ننواتو او غذر په ډول  کورنۍ دې ته واداره کوې چې د دوستۍ په  ټغر سره کېنی او حتى د ښځو د ټیګری په نامه ډېرې پخوانی لانجې او شخړی هم له منځه ځی.

ښه او کورنۍ پخلاینه 

   دا چې ښځې د نارینو په پرتله د ډېر نرم زړه خاوندانی دی، نو تل کوښښ کوی چې مسایل دی په ډېره  ښه طریقه حل او فصل شی، نو په همدې اساس یې پرېکړې د منلو وړ دی، په همدې اړه زېوره په نامه یوه مېرمن وایی، چې د نن نه ۴کاله وړاندې یې خاوند دې لېور سره د کلی په یوه کوڅه لانجه شوه، کورنی تګ راتګ، مړی او ژوندی مو پرې وو.

   یو ورځ مې د زوی واده و، زه او خواښې مې چې سپین سرې ښځه ده، د لېوره کورته لاړو او هغوی ته مو غذر وکړ او د زوی واده ته مو راغوښته او خاوند مې هم محبور کړچې ورور سره پخوانې خپلوی پیل کړی. همغه وو چې د همدې خبرو په نتیجه کې مو سره پخوانۍ خپلوی بیا رنګ پیدا کړ.

  کله کله داسې هم پېښېږې چې ښځه کله مستقما او کله په غیر مستقیمه ټوګه راښکاره کېږی او خپلی پرېکړې کوی لکه د نجلۍ نه پوښتنه چې فلانی رشته دې خوښه ده که نه ؟ نجلی چې څه پرېکړه کوی، نو ډیرې کورنۍ بیا د لور نظر او پرېکړی ته اخترام لری ځکه د لور پرېکړه اورضایت شرط ده، د واده لپاره ځکه  کوم وادونه چې د دواړو لوریوله موافقې پرته کېږی، په ډېرو مواردو کې ناوړه پایلې لری، سربیره پردې چې داکارد کورنۍ ستونزې او د ټولنیزوګډوډیولامل هم کېږی اوماشومان یې بې پامه او د نورو پراوږو باروی.

د ښځو د پرېکړو اهمیت

  افغانی ټولنه چه یو نر سالاره  او پلار سالاره ټولنه ده، د صلاحیت غټه برخه له نارینه سره ده، نو ډیری وختونه د ښځوپرېکړو ته هېڅ اهمیت نه ورکول کېږی وایی ، په ټولنېزو او کورنیو پرېکړو کې یوازې ښځې صلاحیت نه لری.

دلته د پرېکړې وروستۍ سر د نارینه په لاس کې دی او ډیری نارینه بیا دا خبره کوی چې وایی، ښځه څوک ده چې پرېکړه دی وکړی! ښځه بیا دټولو حقوق محرومه ساتل کېږی او هر څه په زړه تېروی، نارینه پریکړی کوی ښځې یې  په پټه خوله منی چې په پایله  کې  یی ژوند د بدمرغیو لامل ګرځی

  اوس چې د ښځو د خقوقو مدافعین او مدنی ټولنې ډېرې شوې او ډېرى مدنی ټولنې د ښځو د حقونو له پاره کار او دفاع کوی، ترڅنګ یې په ډیری لرو پرتو سیمو کی د ښځو شورا ګانی جوړې شوې ښځې د همدې شوراګانو پر مټ خپلې ستونزې رابرسېره کوی او د حل لارې چارې ورته کتل کېږی، خو دلته په ښاری سیمو کی بیا د ښځو تولنې کار کوی او کله چې ښځې له ستونزو سره مخ کېږی، نو ورسره مرسته کوی او غږ یې تر یو ځایه رسولی شی.

ښځه او ناوړه دودونه

   لکه څرنګه مو چې وړاندې وویل، پښتنی ټولنه یوه سنتی ټولنه ده، دلته ډېر داسې دودونه چې پېړۍ پېړۍ په ټولنو حاکم پاتی شوی، چې بدلول به یې هم دومره اسانه نه وی او وخت ته به اړتیا لری، چې بدلون یې د ټولنیزذهینت بدلون او عامه پوهاوی ته اړى دى.

   په ټولنه کې داسې بې بنسټه دودونه شته چې ښځې د هغې له مخې پرېکړې کوی چې پایلې یې بیا تر ډېره ترخې وی. د بېلګې په ډول کله چې  د چا لور یا خور غواړی او هغوی یې د کوم لامل له مخی ورنه کړی نو بیا ځینې ښځې قرانکریم واسطه کوی او د قران له رویه یی خپلوی ومنی، ډېرى  خلک بیا د قران شریف د درناوی له امله چې د ټولو مسلمانانو مقدس کتاب دى، نا منلی خپلوی منی، چې دلته د هلک یا نجلۍ خوښه تر یوه بل مقدس تړاو ځار شوه او پایله یې طبیعی ده چې کورنۍ تاوتریخوالی او ناخوښ ژوند به وی.

   د داسی یو مقدس کتاب وړل د یو چا کورته او یا ددې په واسطه یو کورنۍ دې ته اړ اېستل چې خپلوی ورسره وکړی،همداسې نور دودنه او رسمونه هم شته، چې په بدو کې ورکړه، په ماشومتوب کې په نامه کول، له کورنۍ پرته په بېګانه وو کې د نجلۍ نه ورکول، کورنی ودونه، خونبها، میراث او نور یې ژوندۍ بېلګې دی.

   ډېرى اروا پوهان په دې عقیده دی، چې ښځې د نارینه وو په پرتله، دشخړو او جګړو دومره لېوالې نه دی، د افغانستان په ورانۍ او جګړو کې نه دی ښکېلې او لاسونه یې د چا په وینو نه دی سره ، دوى تل هڅه کوی، چې نارینه سولې ته وهڅوی، له  شخړو او  جګړو یې را وګرځوی.

   نارینه وو ته ښایی، چې په واقعی ډول د ښځې ځاى او مقام وپېژنی، د ښځی هر نظر او پرېکړې ته درناوی وکړی، چې دا چاره به په ټولینزو چارو کې د ستونزو هواری سبب شی او ښځو ته به مو په قناعت ورکولو سره د ټولنو د پرمختګ پر برخه کې یو غښتلى او پوخ ګام اوچت کړى وی.

دا لیکنه په باور ورځپاڼه کې خپره شوې

One thought on “په ټولنیزو مسایلو کې دښځو پریکړې/ شافعه وقار”
  1. شافعه خورکۍ،
    د لیکنې په سر، لمړۍ جمله کې مو د (نارینه) صفت د نوم (نر) پر ځای کارولی دی.
    سمه بڼه ېې داده:
    ښځې هم د نرانو په څیر ……….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *