که له ېوې خوا راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره خواره مهمې دي او دافغانستان په تارېخ کې به  د لومړي ځل لپاره له ېو حکومت څخه بل ته په سولييزه توګه د ولسواکۍ له لارې واک ليږدوي خو له بلې خوا داسې انديښنې راپارېدلې چې د حکومت لخوا په راتلونکو ټول ټاکنو کې بربنډه لاسوهنه به په لوی لاس افغانستان د کړکېچ په لور ټېل وهي.

 د ولسمشرۍ ېو شمېر نوماندانو، سياستوالو او د دمدني ټولنو غړو د زلمي رسول په ګټه د حکومت د لوړپوړو چارواکو، وزېرانو، والېانو او امنېه قومندانانو د لاسوهنې په اړه سخته انديښنه څرګنده کړېده.

د ولسمشرۍ نوماند ګل اغا شيرزي په ېوې غونډه کې د کورنېو چارو وزارت یو شمېر جنرالان او قومندانان په دې تورن کړي چې د حکومت د نوماند زلمي رسول لپاره د دولتي امکاناتو په استفاده کمپاين کوي.

د سيمييزو اورګانونو د ادارې چارواکو هم وايي  چې د ځېنې واليانو او نورو دولتي چارواکو چې د زلمي رسول په ګټه کمپاينونه کوي په وړاندې ېې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته شکايتونه کړيدي.

که څه هم په ښکاره د ولسمشر حامد کرزی او د حکومت نور لوړپوړي چارواکي وايي چې د رڼو او عادلانه ټولټاکنو پلوي دي او په ټول توان سره به په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهني او درغلېو مخه نيسي خو په حقيقت کې دا خبرې یوازې خبرې ښکاري.

د ولسمشر کرزي لخوا د يووالي د جرګې په نوم د قومي مشرانو رابلل چې قېوم کرزی او نور  نوماندان د زلمي رسول په ګټه تېر کړي او په ورستېو کې د ځېنو ولايتونو چارواکي بدلولو د حکومت د ارادې ښکارندويي کوي.

د ټاکنو خپلواک کميسون په ېو لېک کې له ولسمشر کرزي غوښتي چې د  ټاکنو په بهېر کې له لاسوهنې ډډه وکړي خو د په لېک په ځواب کې ولسمشر کميسون ته ويلي چې هېڅ ډول لاسوهنه ېې نه ده کړې.

د ټاکنيزو کمپاينو تر پېل راپدېخوا ډېر شمېر داسې بېلګې لېدل شويدي چې حکومتي چارواکي په ډېر شمېر ولاېتونو کې د زلمي رسول په ګټه کمپاين کوي. د زلمي رسول د کمپاين لپاره له دولتي امکاناتو ګټه اخيستل کيږي چې ښه بېلګه ېې په پکتېا کې د ښاروالۍ د مامورينو لخوا د ښاروالۍ له موټرو په ګټنه د زلمي رسول لوحې لګول دي.

زلمۍ رسول د نورو مخکښو نوماندانو په پرتله ډېر لږ ولسي ملاتړ لري چې د نوموړي د جلال اباد غونډه ېې د ولسي ملاتړ د نه شتون ښه بېلګه ده.

 په جلال اباد ښار کې د قيوم کرزي او زلمي رسول لخوا په ګډه غونډه کې په زرګونو کسانو ونډه اخيستې وه خو له خبريالانو سره په مرکو کې ډېرۍ شمېر ګډونوالو ويلي وو چې دوی تر اوسه پريکړه نه ده کړې چې راېه به چا ته ورکوي، لږ شمېر ېې داسې وېل چې راېه به زلمي رسول ته ځکه ورکوي چې د مشرانو لخوا ورته همداسې وېل شويدي او که ېې تر زلمي رسول غوره نوماند پېدا کړ نو خپله راېه به د هغه په ګټه کاروي.

د جلال ابادښار  په همدې غونډه کې چې د شيرزي په لوبغالي کې جوړه شوې وه ډېر شمېر ګډونوالو وېل چې خپله راېه به د اشرف غني په ګټه کاروي ځکه د دوی په اند اشرف غني یوازېنی کس دی چې افغانستان د نيک مرغي او پرمختګ په لور بولای شي.

که په راتلونکو ټولټاکنو کې د حکومت لخوا د زلمي رسول په ګټه ستره درغلي ونه شي نو ښاغلی رسول به ونه توانيږي چې د پاکو رایو ډېره لږه سلنه هم تر لاسه کړي، خو داسې ښکاري چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ حکومت د زلمي رسول په ګټه په غټې کچې درغلي ته ملاتړلې ده.

د زلمي رسول د ټاکنيز کمپاين مسوولين وايي چې دوی ډاډه دي چې ښاغلی رسول به ټاکنې ګټي ځکه چې حکومت ېې تر شاه ولاړ دی او د دوی په خوله حکومت به د نوموړي په ګټه تر پنځوس سلنې زېاته درغلي کوي.

د ولسمشرۍ ډېر شمېر نوماندانو د حکومت لخوا په ټاکنو کې د درغلۍ له امله سخته انديښنه ښودلې ده. ډاکتراشرف غني احمدزي، ډاکتر عبدالله عبدالله، ګل اغا شيرزي او استاد عبدالرب رسول سېاف په ځلونو ويلي چې په ټاکنو کې له درغلۍ سخت انديښمن دي.

ښاغلي سياف په کوهدامن ولسوالۍ کې خپلو پلويانو ته په وېنا کې ويلي چې که رڼې ټاکنې تر سره نه شي پاېلې به ېې ورته د منلو وړ نه وي او ګواښ ېې وکړ چې له خپل حقه به دفاع کوي. ډاکتر عبدالله هم په تېر کې ورته څرګندونې کړې.

انديښنه دا ده چې د درغلۍ له لارې راغلی نوی حکومت به له ېوې خوا قانوني مشروعېت نه لري او له بلې خوا به نور نوماندان هم په پټو سترګو د ټول ټاکنو پاېلې ونه مني چې دا به په هېواد کې د یو نوي کړکېچ پېلامه وي او افغانستان به د سياسي بې ثباتی په لور ټېل وهي او دا ناشونې نه ده چې سياسي بې ثباتي ېو ځل بېا په هېواد کې د کورنېو جګړو اور بل کړي او د تېر څه باندې ېوې لسېزې ټولې لاسته راوړنې په سمندر لاهو کړي چې مسوول به ېې ېوازې او ېوازې د ولسمشر کرزي په مشرۍ  اوسنی حکومت او د زلمي رسول ډله وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *