له تېرو شپږو مياشتو راپدېخوا په افغانستان کې ژوند په ټپه ولاړ دی، هېڅ راز حرکت نشته، هېڅ راز لاسته راوړنه نه تر سترګو کېږي.
افغان ولس هغه بې وزله او ناچار ولس دی، چې که يوه ورځ يې د چوک په سر کار پيدا نه کړ، که يوه ورځ يې ټاکسي موټر ودرول شو، که يوه ورځ يې د هټۍ سودا ونه پلورل شوه، نو بچيان به يې نهره شپه تېره کړي، خپل اولادونه به ليلام ته وړاندې کړي، ځکه چې دلته د دولت له لوري چاته څه نه ورکول کېږي او نه هم کار په دولت پور دی، په ټوله کې کومه ذمه واري نشته. که په دې ځمکه اوسېږې، د سر له ساتنې نيولي، د خپلې روزۍ تر پيداکولو پورې دې په ټول څه مکلف يې او دولت دې په هېڅ هم خبر نلري.
له تېرو کابو څلورو مياشتو ددې فقير او ناچاره ولس همدا حال دی، شته او نشت يې ټول په دې څو مياشتو کې په نس برباد کړل، ځکه کار روزګار په ټپه ولاړ دی او دا هرڅه د ناوړه او نامعقولو سياسي حالت له امله رامنځته شوي دي.
په تېرو څلور مياشتو کې په افغانستان کې د توليدي برخه کې ۲۵ ته تر ۳۰ سلنې کموالی راغلی. ګمرکي عوايد څلور سلنه کم شوي. د وارداتو په برخه کې شپږ سلنه کموالی راغلی، بهرنۍ مرستې په ټپه ولاړې دي.
د ټاکنو د پايلو يوه ورځ ځنډ هم دا ولس د تباهۍ کندې ته پرې باسي او يوه ورځ ځنډ يې هغه مرستې مياشتې ځنډوي، چې د نړيوالې ټولنې له لوري له دې هېواد سره شوې دي، دا ځکه چې په لومړنيو پايلو کې ځنډ د وروستيو پايلو پر اعلان او د واک پر لېږد اغېږ پرې ايستلی شي.
په پام کې وه، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د دويم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې د چنګاښ مياشتې په ١١ مه نېټه اعلان کړي، خو لومړنۍ پايلې د رايې ورکولو د شا وخوا ١١ زره مرکزونو له سره څېړلو په هدف د چنګاښ مياشتې تر ١٦ نېټې وځنډول شوې. تر دې وړاندې ان د قيسمي پايلو په تړاو ويل شوي وو، چې هغه به هم وخت په وخت اعلانيږي، خو هرڅه د شخصي غوښتنو ښکار شول.
په ټاکنيزه پروسه يوازې د يوه اړخه شخصي نيوکې او غوښتنې مطرح کېږي، که يې په ګټه کار وشي، نو هرڅه به سم حساب شي، کنه نو هېڅ هم ورته د منلو نه دي، ټولې رايې دې له سره وشمارل شي، د ده په ګټه کارول شوې هره رايه دې حساب شي، خو د سيال يې دې وغورځول شي، ځکه هغه ناپاکې دي او د ده لپاره کارول شوې رايې بيا پاکې دي…
ستونزې ځکه ورځ تر بلې پراخيږي، چې د ټاکنو بهير له تخنيکي اړخه سياسي اډانې ته د ننه شوی، کورنۍ او بهرنۍ کړۍ لګيا دي، چې خپلې ګټې په پام کې ونيسي او د ټاکنو پايلې په خپله ګټه وڅرخوي. دغه ډلې او افراد وايي، چې هره غوښتنه او هره معامله بايد د دوی په مرسته او اشاره تر سره شي، نو له همدې امله يو نوماند خپله ناکامي نه مني او پوهيږي، چې تر شا يې ځينې کړۍ شته، چې ملاتړ يې کوي.
اوس مهال ټاکنو ته داسې لاسونه ور د ننه شوي، چې له وړاندې ان فکر کېده، چې ګويا ټاکنې همغو لاسونو په مټ تر دې حالته را ورسېدې، ځکه چې دغو لاسونو هڅه کوله، څو ځان لومړی کړي او په راتلونکي حکومت کې خپله برخه تضميني کړي.
يوه ډله چې هر وخت په واک کې دخيله پاتې شوې، د ولس له رايې او د هغوی له ارادې سره لوبې کوي، په خپل زور او سياسي فشارونو سره په دې لټه کې دي، چې څنګه يو ګام پورته کړي، چې ولس زيانمن شي.
په راروانو دوو مياشتو کې ګڼ نړيوال کنفرانسونه دي، چې په هغه کې د افغانستان حضور حتمي دی او له دې سره کېدای شي، ځينې مرستې هم له دې لارې راجلب شي، خو که د ټاکنو په پايلو کې وخت ناوخت بدلون راځي، سيال ټيمونه يوازې د خپلو شخصي اهدافو لپاره لګيا وي، نو بويه چې دا هېواد به ډېر نور فرصتونه هم له لاسه ورکړي او ډېرې مرستې چې د واک تر لېږد او د ټاکنو د بهير په بري سره تر پایته رسېدو پورې منتظرې دي، له لاسه په وتو دي.
افغان حکومت د ۱۳۹۳ کال ټاکنو هومره بوخت وساتلو، چې په خاوره يې د پاکستاني له يرغل نيولې د نشه يي توکو تر مافيا پورې هره برخه ښه په خپل سره او ډاډ سره فعاليت کوي او تر سره کېږي.
په روان کال کې د کوکنارو له منځه وړل په ټوليزه توګه له پامه وغورځول شول، د کوکنارو کروندګرو خپل حاصل له کومې ننګونې پرته تر لاسه کړ او نړيواله مافيا يې په لټه کې ده، چې ويې لېږدوي، نو له همدې امله په يوشمېر هغو ولايتونو او سيمو کې چې کوکنار پکې کرل شوي، له مختلفو اړخونو جګړې سور نيولی دی.
له بل لوري، د پاکستاني پوځي بريد هغه مانوره ده، چې په افغانستان کې د ټاکنو د بريا د مخنيوي لپاره طرحه شوې ده او همدا ډول هڅې روانې دي، چې يو معيوب او له پښو لوېدلی حکومت افغان راتلونکي ولسمشر ته وسپارل شي، چې له هره اړخه نورو ته محتاج او د هغوی لاسکتوی وي، نو بهرنيان هم په دې لټه کې دي، چې خپل نفوذ وساتي او هسې نه د دوی د تمعې خلاف کار تر سره شي، د دوی راتلونکي کارونه تر پوښتنې لاندې راوستل شي.
که د واک لېږد په سمه توګه تر سره شي، ناکام کانديد او ټيم يې ماته ومني، په کابل او ولايتونو کې د دويمې واکمنۍ مانورې ونه کړي، بريالۍ ټيم په پوره دقت سره يوه داسې اداره رامنځته کړي، چې د افغانستان د لسيزو درد دوا کړای شي، نو بويه چې، ډېر فرستونه به افغانستان خپل کړي، ډېر زيانونه به جبران شي او هغه ماشين به په حرکت راشي، هغه ژوند به بيا ساه واخلي، چې له څه وخته په ټپه درېدلی دی.