تاند- د پاریس پولیسو نن /دوشنبه/ وویل، یوه افغان لاروي تېره شپه ۷ تنه په چاړه ووهل او ژوبل یې کړل.
د یورونیوز د راپور له مخې، د پاریس پولیس وايي، تراوسه پورې نه پوهېږي چې ایا دا برید په تروریستي انګېزه شوی او که حمله کوونکي کومه ستونزه لرله.
د حمله کوونکي په لاس کې د چاړې ترڅنګ یو وسپنیز سیخ هم و او د هغو په وسیله یې تېره شپه ۱۱ بجې د پاریس د شمال ختیځ یوې سینما ته نژدې پر لارویانو حمله وکړه.
حمله کوونکی د پولیس له لوري نیول شوی دی.
په ټپیانو کې د ۴ حال نازک ښودل شوی دی. بریتانیا ویلي چې په څلورو ټپیانو کې دوه تنه بریتانیایان دي.
له دې پېښې وروسته یو شمېر فرانسویانو او نورو اروپایانو له خپلو حکومتونو غوښتي چې د افغانانو کورونه تلاشي کړي، ممکن نورې چاړې ومومي. دوی دغه راز غوښتنه کړې چې ټول افغانان له اروپا وباسي.