تاند – په پاریس کې د افریقا د مالي هیواد یوه مهاجر د یوه ماشوم په ژغورلو نه یوازې د خلکو افرینونه واخیستل بلکې د فرانسې حکومت ورته رسمي تابعیت ورکړ.

ماشوم د یوې لوړې ودانۍ د څلورم پوړ له تراسه یا بالکوني څخه ځان ځوړند کړی و، نژدې و چې ولوېږي خو ممودو ګاساما په حیرانوونکي ډ‌ول په تراسونو کې وروخوت او ماشوم یې وژغوره.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له پېښې وروسته د مالی مهاجر د دې تورې په خاطر د الیزې ماڼۍ ته وروباله او په خپله یې ورڅخه مننه وکړه.

ولسمشر مکرون ښاغلي ګاساما ته د زړه ورتیا میډال او د فرانسې تابعیت ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *