له هغه وخته چې زموږ په سیمه کې د بې مسوولیته او خدای ناترسه کسانو لاسونو ته ټوپک رسیدلي او څه د خپل جهالت څه هم د غرضي استخباراتي شبکو په لمسون یې زموږ په سیمه کې د کور ورانوونکې جګړې لمبې بلې کړې دي، تل یې داسې هدفونه په نښه کړي دي چې زموږ خلکو ته یې نه جبرانیدونکي زیانونه اړولي دي.

د ترهګرو ډلو یو مهم هدف دادی چې په خلکو کې ویره او ډار را منځ ته کړي، نو بیا ددې موخې د لاس ته راوړلو لپاره په هیڅ شي هم صرفه نه کوي، ترهګرې ډلې په خوله وایي چې ګویا ددوی دښمنان بهرنیان او د هغوی منافع دي خو په عمل کې یې تل ټول زیان بې دفاع ملکي وګړو ته اړولی دی.

د جهاد په نوم د جګړو له پیل سره سم د بې مسوولیته ټوپکوالو له خوا تل د پښتنو د سیمو عام المنفعه تاسیسات په نښّه شوي دي، څلور لسیزې کیږي چې د پښتنو په سیمو کې ښوونځي، روغتونونه، مدرسې ، ټولګټې پروژې په نښه کیږي چې په همدې سیمو کې اوس تر نیمایي زیات ښوونځي له ودانیو څخه محروم کړي دي، د روغتیا یي مرکزونو خو په ډیرو پښتني سیمو کې آن نښه هم نه تر سترګو کیږي. لکه چې ترهګرو یوازې همدا سیمې لیدلې وي او یوازې د همدې سیمو د ورانولو لپاره راپورته شوي وي.

له پیله تر اوسه ترهګرو ډلو یوازې د همدې سیمو ښوونځي سوځولي او ښوونکي او زده کوونکي او قومي مشران یې شهیدان کړي دي. د همدغو سیمو ډیر شمیر ماشومان یې د زده کړو له نعمت څخه بې برخې کړي دي.

موږ نږدې هره ورځ زموږ په سیمه کې د ترهګرو ډلو د سترو جنایتونو شاهدان یو ، خو په دې وروستیو کې دغو مزدورو ډلو په یو بل ستر جنایت لاس پورې کړ. ترهګرو د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د پاچاخان پر پوهنتون برید کې شاوخوا پنځه ویشت تنه ووژل او د شپیتو په شاوخوا کې یې بې دفاع محصلین ټپیان کړل، په وژل شوو کې د پوهنتون د کیمیا د څانګې یو استاد هم شامل دی.

پاچاخان پوهنتون په چارسده کې موقعیت لري چې په ۲۰۱۲ م کال کې، کله چې په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند واکمن و، د پوهنتون بنسټ ډبره کېښودل شوه. دمګړۍ په دغه پوهنتون کې درې زره محصلین په زده کړو بوخت دي. دغه برید د ترهګرو اصلي څیره یو ځل بیا خلکو ته څرګنده کړه، یو خوا د زده کړو په یوه مرکز برید کول نه بښونکی جنایت دی او بل داچې دغه پوهنتون دداسې یو ستر شخصیت په نوم نومول شوی دی چې خپل ټول عمر یې د خپلو خلکو د حقونو د لاس ته راوړلو لپاره په وسوله ایزه مبارزه تیر کړ. پاچاخان داسې یو ستر شخصیت و چې که څوک لږ انساني احساس هم ولري د نوم په یادیدو سره به یې له هر ډول کرکې او کینې څخه لاس واخلي. دداسې یو ستر انسان په نوم د نومول شوي پوهنتون برید عادي خبره نه ده له دې ښکاري چې ترهګر څومره غیر انساني احساسات لري.

بلخوا د برید په لومړیو کې د پاکستان ځینو کړیو وویل چې ګویا دغه برید په افغانستان کې پلان شوی دی، چې دا تور لکه برید همدومره د منلو وړ نه دی. لومړی باید واضح شي چې پاچاخان تر پاکستان زیات په افغانستان منلی دی. فخر افغان خان عبدالغفارخان د عمر زیاته برخه د پاکستان په زندانونو کې تیره کړې ده خو بر عکس په افغانستان کې تل کوښښ شوی دی چې ددغه ستر شخصیت درناوی وشي. د پاچاخان شخصیت، فکر، نوم، پلویان او لاره د افغانانو لپاره د درناوي وړ ده. پر عکس د پاچان فکر، لاره او پلویان د پاکستان د پوځ او ای اېس ای لپاره د منلو نه دي. پاکستاني پوځ او استخباراتو پخوا هم د پاچان پر فکر او پلویانو بریدونه کړي او اوس به یې هم کوي. دا چې پاکستاني طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل او بیا یو بل قوماندان ددې برید پړه ومنله، دا ښکاره کوي چې ای اېس ای په پاکستاني طالبانو کې دننه د خپلو کسانو پر مټ دغه ډول بریدونه کوي. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتانه په دې پوهیږي چې دغه ډول بریدونه یوازې د پاکستان پوځ او ای اېس ای د خپلو موخو لپاره کوي.

بلخوا د عدم تشدد د ستر مبارز خان عبدالغفار خان«پاچا خان» لمسۍ یاسمین نګارخان وایی په خیبرپښتونخوا کې پر پاچا خان پوهنتون برید هغه ډلې کړی، چې د پاکستان د حکومت له خوا حمایه کېږی.اغلې یاسمین  دغه څرګدونې په هند کې له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې دی.نوموړی ویلی  (پښتانه هېڅکله هم د خان عبدالغفار خان سپکاوی نه کوی او چیرته چې د نوموړی نوم اخیستل کېږی هلته په ډېر درناوی له خلکو سره چلند کېږی، په باچاخان پوهنتون د چارشنبې د ورځې حمله چې په لسګونو محصلین او استادان په کې قربانی شول، داسې ډلې کړې ده چې د پاکستان د حکومت له خوا حمایه کېږی)

اغلې نګار خان دغه ورځپاڼې ته ویلی، اسلام آباد دا برید قصدا په دې خاطر پلان او تر سره کړی چې پښتانه د یو بل پر وړاندی را وپاروی په خاصه توګه د افغانستان او پاکستان پښتانه چې د وروڼو په توګه ژوند کوی یو د بل اغیار وګرځوی.

د باچاخان لمسۍ یاسمین نګارخان چې ۴۲ کاله عمر لری په هند کې د څه باندې درې میلیونه اوسېدونکیو پښتنو د یوه ګوند،‌ د ټول هند د پښتنو جرګه،‌ مشره ده.

دا چې پاکستان ولې دغه ډول برید وکړ او بیا یې دا ادعا وکړه چې برید د افغانستان له خاورې شوی دی، دا چاره د سولې په تړاو له وروستیو خبرو سره تړلې ده. له دې وروستیو خبرو سره په افغانستان کې بریدونه کم شوي نه دي، بلکې همغسې دوام لري. پر پاکستان فشارونه وو، خو ددې لپاره چې پاکستان وښيي چې دوی هم تر برید لاندې راځي او پر افغان لوري خپلې غوښتنې ومني، نو ځکه یې دا برید پلان کړ او بیا یې پړه پر هغه وسله والو واچوله چې د پاکستاني چارواکي په وینا په افغانستان کې دي.

لکه چې افغان چارواکو ویلي افغانستان ترهګر په بهرني سیاست کې د یوې وسیلې په توګه نه کاروي، بلکې دا چاره پاکستان کوي. افغانستان نه د بل هېواد د وسله والو مخالفینو ملاتړ کړی او نه هم دا چاره په خپله ګټه ګڼي. د پاکستان په نورو سیمو کې چې د فساد خپرولو زیات مرکزونه فعالیت لري تر اوسه پکې کوم ترهګریز برید نه دی شوی خو د پښتنو سیمو په یوه علمي مرکز هغه هم د عدم تشدد د سرلاري پاچاخان په پوهنتون بریدونه کیږي. په هر صورت پاکستان د غله د پل د ورک کولو هڅې تل کړې دي چې هیچا ته دمنلو وړ نه دي. دغه برید یو ځل بیا خلکو ته د ترهګرو ډلو اصلي څیره بربنډه کړه اوس نو خلکو ته په کار ده چې د ترهګرو ډلو پر ضد سره یو موټی شي او نور پرې نه ږدي چې دغه ډلې ددوی په ویاړونو او ارزښتونو یرغلونه وکړي.

One thought on “په پاچاخان پوهنتون برید د ترهګرو په ټنډه یو بل تور داغ/ ویښ افغان”
  1. آی اس آی او مفسد قاتل حکام دی د پشتنود وژنی تجارت او قراردادونو پر ځای د اجنبیانو نه نوری پروژی چه د یهود او نصاری تازی توب حیثیت کی ملوث نه وی او یو څه انسانی حیثیت ولری او د اجرتی قاتل رول ونلری باید ترلاسه کړی، دی بزنس خومو مسلمانی څه چه ،انسانیت یی وشرماوو، اوس خود اتمی پاکستان سره سم چلند، کرکتراوپالیسی پکارده ،حکام باید پدی سوچ وکړی چه اتمی پاکستان د امت او بشریت په وړاندی څه مسؤلیت لری؟ دا امت به وژنی لکه یهود او نصاری؟ یایی دساتنی لپاره څه لری که نه؟ مسلمانان په کوم حیثیت ورته قایل شی ،خادم که قاتل؟ خو تراوسه د قاتل رول یی برجسته دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *