تاند- په یوه زوروره چاودنه کې، چې نن /جمعه/ د قبایلي سیمې په یوه مارکیټ کې وشوه، لږترلږه ۲۲ تنه وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل شوي دي.
د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې دوکانداران وايي چې چاودنه دومره زوروه وه چې ټول خلک له وېرې په دوکانونو ننوتل.
دا چاودنه وروسته له دې کېږي چې په پاکستان کې تاوتریخوالي او بمي حملې زیاتې شوي او یوازې په فبرورۍ میاشت کې ۱۳۰ تنه وژل شوي دي.
دوکانداران او بازار ته د سودا لپاره تللي خلک وايي، دوی فکر کاوه چې بله چاودنه هم کېږي ځکه په دوکانونو ننوتل او دوکانونه یې په ځان پوري بند کړل.
تر دې وړاندې د دا ډول حملو مسوولیت جماعت الاحرار په غاړه اخیستی دی. دا ډله د پاکستاني طالبانو یوه لا سختدریځه څانګه ده او عموماً شیعه مسلمانان په نخښه کوي.
د پاړه چنار اکثره اوسېدونکي په خټه توري پښتانه او شیعه مذهبه دي.
آی اس آی غواړی په یوه تیر سره دوه کوترې وولې. هم پښتانه ووژل شول ، اقتصادیې خراب شو ، د دوی ترمنخ دښمني او بې اتفاقی ته ئې لمن ووهله ، له بلې خوا به ځان نړیوالو ته د تروریزم قربانی معرفي کړی، ملامتي به هم په نورو ورواړوي.