تاند – د پښتونخوا په پاړه چینار سیمه کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې له ۲۰ نه ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.‌

رسنۍ وایي چې چاودنه نن شنبه /د جنوري ۲۱مه/ د پاړه چینار له عیدګاه جومات سره نژدې په سبزي منډه یي کې وشوه.

ویل کیږي چې د مړو شمېر په ډېرېدلو دی ځکه د یو شمېر ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.‌

د پښتونخوا والي/ګورنر اقبال ظفر جګړا رسنیو ته وویل چې یو شمېر ټپیان یې په پېښور کې پوځي روغتون ته لېږدولي او نور روغتونونو ته په لاره دي.‌

ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې او په ځانګړې توګه د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) چې په سیمه کې پنجاب محوره پالیسي پرمخ بیایي وخت په وخت د ضمني اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د دوی له خوا جوړو شویو ترهګرو ډلو په مرسته په پښتنو او بلوچو دغه ډول حملې کوي او بیا د یوه ترهګرۍ ځپلي هېواد په توګه له غربي هېوادونو څخه امتیازات غواړي او ترلاسه کوي.‌

2 thoughts on “په پاړه چینار کې بمي چاودنه،‌۲۰ مړه لسګونه ټپیان”
  1. الله تعالی دی بی ګناه شهیدانو ته جنتونه ورکری او قاتلین دی ورته الله تعالی تباه او نابود کری. په دی تولو چاودنو که چه بی ګناه مسلمانان خپل ژوند د لاسه ورکوی د پاکستان د حکومت لاس دی. دلیل یی دادی چه به اوسنی وخت کی پاکستان د امریکا او په تیره بیا د تولی نری له خوا د تروریزم به حمایت کولو تورن دی او دا یو واقعی خبره ده. ددی په خاطر چه اوس ددغه تورونه نه ځان خلاص کری او تولی نری ته حان بی ګناه ثابت کری نو دا دول بمی چاودنی کوی. د بی ګناه او بی وزلو مسلمانانو بالخصوص میرمنی او ماشومان به قتلولو مونژ او تاسی دردمن کیګو نه د پاکستان خبیث حکومت.

  2. د پښتنوځپلو لپاره جینوسايډ پروګرام دئ ، وخت په وخت منظم تکراريږي او دښمن خپلې سياسي موخې ته ځان رسوي ، که نه د سبزئ اخستونکي يا خرڅونکي څه ګناه ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *