تاند- په پاکستان کې لږترلږه ۱۲۳ تنه هغه مهال مړه شول چې د تېلو یو ټانکر اور واخیست.

پاکستاني رسنیو وویل چې دا پېښه نن /یکشنبه/ د پنجاب ایالت د بهاولپور په احمدپور شرقیه سیمه کې وشوه او په ترڅ کې یې لږترلږه ۸۰ نور ژوبل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې او جیو تلویزیون د راپور له مخې، ټانکر، چې پر لویه لار روان و، وروسته له دې چپه شو چې چلوونکي یې کنټرول له لاسه ورکړ.

پر له لیک یا سوري شوي ټانکر کلیوال راټول شول چې تېل ورڅخه یوسي چې په همدې منځ کې ټانکر وچاودېده او اور یې واخیست.

پولیس وايي چې ډېره هڅه یې وکړه چې ټانکر محاصره کړي او خلک پرې نږدي چې ورنژدې شي.

په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په دې پېښه کې لږترلږه ۶ موټرونه او ۱۲ موټرسایلونه هم سوځېدلي دي.

د پنجاب د ژغورنې د ادارې رييس رضوان ناصر وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۲۳ تنه مړه شوي او تر ۸۰ ډېر نور ژوبل دي.

One thought on “په پاکستاني پنجاب کې د ټانکر د چاودېدو له کبله ۱۲۳ تنه مړه شوي او ۸۰ نور ژوبل دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *