عزت الله سباوون –
پاکستان له رامنځته کېدو نه څو کاله وروسته د افغانستان لپاره په یوې سرطاني ټومور بدل شو، په کور دننه افغانستان کې کورنۍ ستونزو پاکستان ته ښه چانسونه ورکړل چې په افغانستان کې خپل نفوذ پیاوړی کړي. لسیزې کیږي چې پاکستان د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه ټروریستي ډلې رامنځته کوي، همدا ډلې د پاکستان د ګټو لپاره لکه پاکستاني سرتیري داسې جنګیږي، هر شی یې چې په مخه ورشي ورانوي یې. پاکستان لکه معتاد وجود ژوند یې له ټرورېزم سره تړل شوی دی، دا خیرن وجود که له یوې خوا د ټرورېزم په تحریکولو سره ساه اخلي له بلې خوا یې په افغانستان کې د لکونو انسانانو ژوند ورڅخه واخیست.
له ټرورېزم سره د پاکستان تړاو نوې او مبهمه خبره نده، پاکستاني چارواکو ډېر ځله دا منلې چې ټروریستي ډلې د پاکستان له چینو اوبه څکي، د پاکستان مخکني ولسمشر زرداري په ۲۰۰۹ ز کال کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې دا ومنله چې پاکستان د خپلو جیو سټراټیژیکو موخو په خاطر ټروریسټي ډلې رامنځته کړې دي. د امریکا د استخباراتي ادارې ګڼ شمېر استخباراتي راپورونه او شواهد په پاکستان کې د پاکستاني نظاميانو تر چتر لاندې د ټروریسټي ډلو د منظمو او فعاله روزنیزو مرکزونو د وجود خبر ورکړی.
جالبه دا ده چې پاکستان له ټرورېزم سره د روښانه تړاو با وجود د ټرورېزم په خلاف د جګړې متعهد ګڼل کیږي، امریکا له ۲۰۰۱ ز کال راپدېخوا له پاکستان سره د ټرورېزم خلاف د جګړې په خاطر زیاتې مالي مرستې وکړې، چې پاکستان بېرته دا مرستې په دوو چینلونو کې ولګولې، یوه برخه یې د خپل پوځ په تجهیزولو او دویمه برخه یې د طالبانو په تحریک، جذب او روزنه ولګولې/ لګوي. په حقیقت کې پاکستان د ټرورېزم خلاف جګړه کې دوه مخې پالیسي تعقیبوي؛ له یوې خوا په سیمه کې د ټروریسټي فعالیتونو د راکمولو په مبارزه کې د فعاله نقش لرلو تظاهر کوي، چې دا پالیسي یې د نړۍ د غولولو او له امریکا څخه د مرستو په ترلاسه کولو کې یوه کامیابه پالیسي پاتې شوې او له بلې خوا په افغانستان کې جنګېدونکو ټروریستي ډلو (طالبان) مشرانو ته پټنځایونه برابروي؛ طالبان تحریکوي، روزي، سیاسي او پوځي برنامې ورته تنظیموي، چې دا یې د افغانستان د پرمختګ، سیاسي او امنیتي ثبات او اساسي دولتي بنسټونو د رغونې بهیر د پڅولو په لار کې کامیابه پالیسي په ګوته کیږي.
له یوې خوا افغان دولت له نړۍ سره په ګډه د ټرورېزم خلاف په جګړه کې مستقیم او فعاله نقش لوبولی، قرباني یې ورکړې او له بلې خوا پاکستان د روانې جګړې د ټروریسټي او تخریبګر اړخ (طالبانو) بستر شکل غوره کړی. دا چې افغانستان د جګړې مستقیم قرباني دی، نو یې نقش او دریځ نیونه په جګړه کې باید تر نورو ښکېلو اړخونو روښانه او قاطع واوسي، د بې ګټې شوراګانو په جوړونه، سفرونو او خبرواترو وخت تېرولو که دیارلس کاله ګټه کړي وي نو اوس به یې هم وکړي. له پاکستان سره د سولې په هکله خبرې اترې بې ګټې او د وخت ضیاع ده. له پاکستان سره د سولې په هکله د خبرو په ګټو باورمند کسان شاید دا له پامه غورځوي چې پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه د لاس اخیستلو په بدل کې مشخصې غوښتنې لري، لکه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندنه، د افغانستان په بهرني سیاست کنټرول لرل او په افغانستان کې د هند د نفوذ مخنیوی، چې دا غوښتنې که څه هم د پاکستان لپاره ارزښتناکې دي؛ خو د افغان له لوري یې قبلول محال دی، ځکه دا غوښتنې نه یوازې چې ډېرې غټې دي، بلکې ورته غاړه اېښودل د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستی شي.
په تېره لسیزه کې له پاکستان سره د سولې په هکله خبرو د ناکامۍ یو اصلي لامل دا دی چې خبرې اترې له سیال او هم کچې لوري سره مطلوبه پایلې لرلی شي، له بده مرغه چې افغانستان دمګړی په هغه موقف کې قرار نلري چې پاکستان یې خپل سیال وګڼي، او خپلې غوښتنې په پاکستان ومنلای شي. پاکستان د افغانستان د مالکیت دعوه کوي، او په خپل ټول وس سره به د خپلو موخو د ترلاسه کولو په تکل کې وي، اوس مهال په افغان حکومتي دستګاه کې پاکستان ګڼ شمېر خواخوږي او فکري غلامان لري او په لوړه کچه حکومتي نفوذ یې هم له پامه نشو غورځولای.
پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني د لومړني سفر په سبا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر ملا فضل الرحمان وروستۍ څرګندونې چې په افغانستان کې يې روانه جګړه روا او جهاد بللی، په حقیقت کې په افغانستان کې د جګړې د دوام خبرداری ورکوي، او هر ډول خبرې – اترې بې پایلي اعلانوي.
او بله دا چې که څه هم دمګړی طالبان د پاکستان په غوښتنه او له پاکستان سره په پوره تفاهم په جګړه کې ښکیل دي خو؛ دا په دې مانا هم نده چې طالبان دې پرته له پاکستان څخه آرام کېني؛ کمزورې به شي خو په مکمل شکل ختمېدل یې په افغانستان کې د پوځ او استخباراتي ادارو په پیاوړتیا، اقتصادي ودې او دولتي بنسټونو په غښتلتیا پورې تړلې ده، په یوې ناامنې، سنتي او استخباراتي جال کې راګېرې سیمې کې ټروریسټي او تخریبګرې ډلې د خپلو مذهبي تخیلاتو او جوش درلودلو په اساس په ډېرې اسانۍ سره هدفمندې او مالي مرستې ترلاسه کولای شي.
تېرو دیارلسو کلونو کې افغان دولت باید له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ اصلي موخې ارزولي وای، د خبرو-اترو د ممکنه پایلو د ترلاسه کولو په هکله یې ځانونه ډاډه کړي وای او بیا یې پر پاکستان د خبرو-اترو ترحده باور کړی وای او د سولې انتظار ته یې کمپله اچولې وای؛ خو په تېرو څو کلونو کې د سولې لپاره هڅې یوازې یوه هیله او توکل وو. ولسمشر کرزي که څه هم د خپلې واکمنۍ په وروسیتو وختونو کې په افغانستان کې د روانې جګړې له ځینو پټو رازونو څخه پرده پورته کړه؛ خو هڅه یې وکړه چې د سولې په باب په خپلو ناکامو برنامو پرده واچوي، ځکه چې دی د طالبانو په مقابل کې د قاطع دریځ لرلو او په یو ډول نه یو ډول په پاکستان باندې د فشار راوړلو په موخه له امریکا سره یو سنجیده تفاهم ته په رسېدو کې پاتې راغلی وو، شکایتونه یې کول او بس…
اوسنی افغان حکومت ته په کار ده، چې د مخکني ولسمشر د واکمنۍ له کمزوریو زده کړه وکړي او د دیارلس کلنې مخکنۍ حکومتي تجربو غوړ چاڼ د راتلونکي لپاره لارښود وګڼي، او پرېنږدي چې یوه لسیزه نور هم له پاکستان سره په بې ګټو خبرو انرژي، وخت او امکانات ضایع شي، او د دې په ځای دې افغان دولت د هیواد د پوځي، استخباراتي او اقتصادي برخو د ودې او دوامداره ځواکمنې بقا په موخه خپلې لنډمهاله او اوږدمهاله برنامې او سټراټیژۍ د اوسني حالت په رڼا کې تنظیم کړي. د هیواد پوځي رهبري او مدیریت له سیاسي، تنظیمي، سمتي او مذهبي ډلو له نفوذ څخه خلاص، استخباراتي اداره د سمتي ډلو له سیاسي نفوذ څخه پاکه او ځواکمنول او تجهیزول یې د دولت په کاري لومړیتوبونو کې ځای کړای شي. پوځي ځواکمنتیا مو سرحدونه ټینګوي، استخباراتي ځواکمنتیا مو په پاکستان د مقابل فشار واردولو جوګه کوي او اقتصادي پرمختګ مو په ټولنه کې د جګړې د ذهنیت په کمزوري کولو کې مهم نقش لرلی شي. د ټرورېزم خلاف د جګړې او په سیمه کې د امریکا د یو قوي متعهد د پاتېدا په موخه له امریکا سره په اوږدمهاله برنامو کار وکړي، او امریکا په پاکستان فشار راوړلو او د ټرورېزم اصلي پټنځای (پاکستان) په مقبال کې روښانه دریځ نیونې ته مجبوره کړي؛ امریکا په پاکستان د فشار راوړلو ځواک او صلاحیت دواړه لري او پاکستان لا تراوسه په دې موقف کې ندی چې امریکا ته په غېږه ورشي. ګرچې امریکا نه غواړي چې د افغانستان او پاکستان د ستونزو ترمنځ ځان واقع کړي او بلاخره د یوه انتخاب ته اړ شي؛ خو دا هم یو واقعیت دی چې د امریکا لپاره په یوه لاس کې د دوو هندواڼو نیونه سختېدای شي.
د جګړې د ګواښ باوجود، موږ پرته له دې چې په همداسې تنګو او سختو شرایطو کې له لویدلي حالت څخه ځان راونباسو او د جګړې په مقابل کې خپل ځان ځواکمن نکړو، بل انتخاب نلرو، په پاکستان باور کول او د جګړې د ختمېدو په تمه کېناستل مو وخت او فرصت وژنه ده.
ستاسو له وړاندیزونو سره یوځای که زمونږ دولت خپلو کورنیو چارو ته ډیره پاملرنه وکړی او هغه عوامل پیداکړی چی زمونږ افغانان ولی جنګ او یا د طالبانو لوری ته تشویق شوی دی او ولی دوی د پاکستان امرونه د خپل سر په قیمت عملی کوی ، پیدا کړی او په مقابل کی کوشش وشی چی نور دا د سون مواد په پاکستان ودروی. نو مونږ به دوه ګټی کړی وی له یوی خوا به مونږ پر پاکستان د جګړی د ارزانه او مجانی د سون مواد درولی وی او له بلی خوا به زمونږدافغانانو ژوند چی د پنځه زره پاکستانی کلدارو په مقابل کی په ځانمرګو پلوری ، د هغوی ژوند ته به مو نجات ورکړی وی. داچی جګړه به له خپله زوره راوغورځی نو نظامی او اقتصادی لوری ته به یی هم فایده زمونږ هیواد ته ورسیږی. نور به پاکستان ته د مداخلی بانه هم نه وی پاته. راځی چی حد اقل یو کال دا تجربه هم عملی کړو چی څومره به مفیده تمامه شی.
حضرت سهاک