تاند- پاکستان وايي چې په روان مالي کال کې په دغه هیواد کې بهرنۍ پانګونه په سلو کې ۷۷ لږه شوې ده.

د پاکستان د مرکزي بانک له لوري له خپرو شویو شمېرنو سره سم د روان مالي کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې بهرنۍ پانګونه په بې ساري ډول ټیټه شوې خو مستقیمه پانګونه په سلو کې ۵ زیاته شوې ده.

د پاکستان مرکزي بانک وايي چې تر ټولو زیاته پانګونه د دغه هیواد د تېلو او ګازو د موندلو په سیکتور کې شوې ده.

خو د دغه هیواد د ونډو یا اسهامو په بازار کې ۱۴۶ فیصده پانګونه کمه شوې ده.

تېر کال د پاکستان د ونډو په بازار کې د بهرنیانو پانګونه نژدې ۸۴۰ ملیون ډالره وه، خو سږ کال د دې پر ځای چې بهرنیان پانګونه وکړي د دې خلاف د پاکستان د ونډو له بازاره یې ۳۵۰ ملیون ډالره پانګه ایستلې ده.

پر دې سربېره په پاکستان کې په بهرنۍ خصوصي پانګونه کې ۶۴ فیصده کموالی لیدل کېږي.

د پانګونې په برخه کې د تاوانونو ترڅنګ د امریکا له لوري هم پاکستان ته د وړیا مرستو مخه نیول شوې یا د نیول کېدو په حال کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *