تاند- په خیبر پښتونخوا، اسلام اباد او د پنحاب په ګڼو نورو سیمو کې د تېزې سیلۍ او په نتیجه کې یې د ونو او ودانیو د نړېدو له کبله لږترلږه ۱۵ تنه مړه شوي او تر یو نیم سل ډېر نور ژوبل شوي دي.
د اسلام اباد او راولپنډۍ پر واټونو د ونو د لوېدو له کبله ګڼ شمېر موټرونه زیانمن شوي او لږترلږه ۲۰ تنه پکې ژوبل شوي دي.
همداراز د اسلام اباد د یوه اومه کور د نړېدو په نتیجه کې ۹ تنه مړه شوي دي.
پولیس وايي چې په مړو شویو کسانو کې یوه ښځه او ۳ ماشومان شامل دي.
په راولپنډۍ کې ۵ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۳۰ نور ژوبل شوي دي.
ویل شوي چې اکثره کسان د ودانیو د نړېدو او د برېښنا د شارتۍ له کبله مړه او ژوبل شوي دي.
همداراز د اسلام اباد د (I 11) د سبزو په منډيي کې اور لګېدلی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې د توپان سرعت په ساعت کې ۱۴۸ کیلومتره و.
ویل شوي چې د تېزې سیلۍ له کبله اکثره اعلانونه، بیلبورډونه او لوحې ویجاړې شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د یوه کور بام نړېدلی چې په نتیجه کې یې یوه ښځه او د هغې شپږ میاشتنی ماشوم مړ شوی او دوه تنه نور ژوبل دي.
همداراز په نوښار کې ۵ تنه او چارسده کې یو تن مړه شوي او ۴ نور ژوبل دي.
په ډېرو سیمو کې برېښنا پرچاو شوې ده.