تاند- د پاکستان د روغتیا وزارت وايي چې په دغه هیواد کې نژدې ۷ ملیونه تنه په مخدرو موادو روږدي دي.

د پاکستان د روغتیا وزیرې نن /یکشنبه/ وویل چې د ۲۰۱۳ میلادي کال له شمېرنو سره سم په پاکستان کې شپږ ملیونه او ۷ لکه تنه په مخدرو موادو روږدي دي.

د پاکستان د روغتیا وزیرې ډاکتر سایره افضل تارړ وویل چې په ټول پاکستان کې د معتادانو د ردملنې لپاره ۱۳۷ مرکزونه شته.

پاکستان د ۱۸۰ او ۱۹۰ ملیون ترمنځ نفوس لري.

په دې حساب تر افغانستان، چې په شاوخوا ۲۸ ملیونه نفوس کې د ۲ نیم او ۳ مبلیونو ترمنځ په مخدرو موادو روږدي لري، پاکستان په ښه حال کې دی.

عکس: د پاکستان د روغتیا وزیره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *