تاند- په پاکستان کې چې د برېښنا سخت کمی دی او ګرمي مخ په زیاتېدو ده، حکومت امر کړی دی چې په حکومتي ادارو کې دې له ایرکنډېشنه استفاده نه کېږي او مامورین دې جورابې نه په پښو کوي.
د ټلګراف ورځپاڼې له رپورټ سره سم، د پاکستان کابینې ټولو حکومتي ادارو ته خبر ورکړی دی چې د برښنا د کمبود په وجه اجازه نه لري چې له ایرکنډېشنه استفاده وکړي. د پاکستان حکومت دولتي ادارو ته په استولي مکتوب کې دا حکم هم کړی دی چې مامورین دې په دفترونو کې چپلکې یا څپلۍ په پښو کوي او بوټونه دې نه استعمالوي. دغه راز امر شوی دی چې مامورین باید جورابې په پښو نه کړي.
د مامورینو د جامو اړه په حکم کې راغلي دي چې سپین یا کم رنګه کمیسونه او کم رنګه پطلونونه یا پرتوګونه دې اغوندي، دا اجازه نشته چې د تېزو رنګونو جامې واغوندي ځکه د تیزو رنګونو جامې نسبتا تودې وي.
د پاکستان حکومت دغه نااشنا حکم په داسې حالاتو کې کړی دی چې ګرمي په زور کې ده او برښنا تر بل هر وخت کمه ده. پاکستان خپل اکثره لوی بندونه د شلمې پېړۍ په شپېتمو کلونو کې جوړ کړل. په تېرو څلوېښتو، پنځوسو کلونو کې د دغو بندونو کاسې ورو ورو له خټو ډکې شوې او بندونه زاړه شول. د بندونو نه ترمیم له یوې خوا او د سیندونو د اوبو کمی له بلې خوا د دې سبب شوي دي چې په دې ملک کې برق کم شي. پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې له کورنیو ناامنیو سره مخ دی او د دې په ځای چې بودیجه په تعمیراتي چارو او د خلکو په سوکالۍ ولګېږي، ډېره برخه یې په پوځي او امنیتي مسایلو لګېږي. د پاکستان حکومت د مالي مشکلاتو په وجه د برښنا کمپنیو ته د مصرف کړي برق د پیسو په ورکړه کې هم پاتې راغلی چې دغه شي په خپل وار د پاکستان د برښنا صنعت کمزوری کړی دی.