يو کال وړاندې د افغانستان قونصلګرۍ ته ورغلم، هر څه بدل شوي ول، د مخکې غوندې رشوت اخستل، د مراجعينو ځورول، پاسپورټ خرڅول وغيره ختم شوي ول. د قونصلګرۍ عملې له مراجعينو سره ډېره همکاره کوله او په کراچۍ کې د مېشتو افغانانو ستونزې يې تر خپله وسه حل کولې. تېر کال مې پوښتنه ترې وکړه چې نوي اليکترونکي پاسپورټونه به کله پيلېړي؟ ځواب يې دا و چې په يوه يا دوه مياشتې کې به پيل شي. يو کال تېر شو او يو ځل بيا قونصلګرۍ ته ورغلم چې ماشوم ته نوی اليکترونيکي پاسپورټ جوړ کړم خو دا ځل يې همدا ځواب و چې تر اوسه نه دي پيل شوي په شپږو مياشتو کې به شروع شي. سړی هک پک پاتي شي چې په هغه هېواد کې چې مليونونه افغان کډوال ژوند کوي افغان دولت لا تراوسه اليکترونيکي پاسپوټونه نه دي پيل کړي.
که څه هم د قونصلګرۍ عمله همهاغه شان خوش اخلاقه او مرسته کوونکې وه خو د پخواني پاسپورټونو ناچله اعلانول او د نوي اليکترونيکي پاسپورټونو نه جوړول هغه ستونزې دي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي او د پاسپورټونو جوړولو لپاره سلهاوو ميله لېري سفر کوي. د دې غير ضروري سفر له کبله په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو کاروبارونه، کارونه، د ماشومانو درسونه او د مريضانو درملنه اغېزمنه کېږي.
د داسې سفارت يا قونصلګرۍ څه ګټه ده چې پاسپورټ نه پکې جوړېږي؟
له افغان دولت څخه هيله کېږي چې په پاکستان کې ژر تر ژره اليکترونيکي پاسپورټونه پيل کړي تر څو د هلته مېشت افغانانو ستونزې حل شي او له غير ضروري سفر څخه بچ شي