تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا سمیع الحق سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې وکړې.
مولانا سمیع الحق د حقانیه دارالعلوم مشر دی چې ویل کېږي په زرګونو افغان طالبان پکې روزل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان سفیر له مولانا سمیع الحق سره په کتنه کې، چې په اکوړه کې یې وکړه، د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو او سولې ته د افغان طالبانو په چمتو کولو کې د نوموړي د رول غوښتنه وکړه.
دا په وروستیو څو میاشتو کې د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا سمیع الحق سره د افغانستان د سفیر ډاکتر محمد عمر زاخېلوال درېمه کتنه ده.
جمعیت علمای اسلام ګوند په درو برخو وېشل شوی چې د لویې هغې مشر یې مولانا فضل الرحمن دی.
د سمیع الحق جمعیت علما د افغان سفیر او خپل مشر له خبرو وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډاکتر زاخېلوال د دوو هیوادونو د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې د مولانا سمیع الحق رول ستایلی دی.
د جمعیت علمای اسلام ګوند همداراز ویلي چې مولانا سمیع الحق وویل چې په هغه شرط حاضر دی چې په افغانستان کې د سولې له راتګ سره مرسته وکړي چې لومړی ټول بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.
پاکستاني رسنیو د افغانستان د سفارت له قوله ویلي چې مولانا سمیع الحق د افغانستان سفیر ته د همکارۍ ډاد ورکړی او د پاکستان پر حکومت یې ږغ کړی چې د افغانستان په وړاندې په خپله پالیسۍ بیاغور وکړي کنې هند د سیمې له اوسني حالته ګټه اخلي.